لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څيړونکي: پاکستان که د بدامنۍ د مخنيوي دپاره کلک ګامونه پورته نه کړه، خطرناکې نتيجې به ولري


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان او ورسره په پوله پرتې ټانک ضلع کې په امنيتي عسکرو تازه وژونکي بريدونه شوي، اته پوځي عسکر پکې وژل شوي او د 20 نه زيات پکې ژوبل شوي وو، څيړونکي وايي که د پاکستان رياست دا بدامني سنجيده ونه ګڼي او مخنيوی یې ونکړي خطرناکې نتيجې به ولري.

پرون د زيارت په ورځ په ټانک ضلع کې د اېف سي په قلعه وسله وال برید شوی او پوځ پکې د شپږو عسکرو وژل تاييد کړي وو، له دغې وړاندې په جنوبي وزيرستان کې په 29 مارچ د اېف سي ځواک په کاروان بريد شوی او دوه پوځي افسران پکې وژل شوي وو.

پوځ په ټانک کې د درېو بريد کوونکو ترهګرو او په جنوبي وزيرستان کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

د دغو دواړو بريدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

څيړونکي وايي، دا ډېر د اندېښې وړ صورتحال دی او دا بريدونه ښايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي.

په اسلام اباد کې د فاټا څيړنيز مرکز مشر منصور مسيد وايي، دا ډېر بوږنوونکی صورتحال دی، دا اوسني بريدونه د کال 2012 نه د وړاندينو حالاتو نه خطرناک ښکاري، او ویل کيږي چې ټي ټي پي د دغو سيمو دپاره خپل مشران ټاکلي او په خلاص مټ لګيا دي بريدونه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ټي ټي پي د افغانستان د طالبانو سره د 20 کالو نزدې اړيکې دي، او اوس ټي ټي پي د البدر په نوم د پسرلنو عمليات اعلان هم وکړو، او البدر د افغان طالبانو هغه ډله ده چې په افغانستان کې يې حکومت واړولو.

نوموړي زياته کړه، تراوسه پورې داسې کوم خبر هم مخې ته نه دی راغلی چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ټي ټي پي پرضد کومه کارروايي کړي وی او نه يې د دوی پرضد کوم بيان مخې ته راغلی دی.

د پېښور پوهنتون د څيړنيز مرکز پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګلارې باندې عمل نه دی شوی، او په ملک کې په خلاص مټ په جلسو جلوسونو کې سخت دريځه بيانيې وړاندې کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي د پاکستان تحریک په انصاف حکومت نيوکې وکړې چې د روان حکومت د طالبانو پرضد دریځ نرم ښکاري، او تراوسه پورې يې د ترهګرۍ پرضد داسې کوم سخت دريځ نه دی خپل کړی.

خو د تحریک انصاف د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد د ټي ټي پي سره د يوې میاشتې د ډز بندۍ ختمېدو وروسته ويلي وو، چې څوک د ملک پرضد وسله نه ږدي، د هغو پرضد به جګړه کيږي.

ډاکټر سرفراز خان وايي، د پاکستان رياست دعوه کوي چې په افغانستان کې يې د طالبانو سره ښې اړيکې دي، نو د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو ملک هم په رسميت نه دی پېژندلی، بیا د دې مطلب دا شو چې د پاکستان د رياست د افغانستان د حکومت سره نه، بلکې د طالبانو سره ښې اړيکې دي.

د امنيتي او دفاعي چارو کار پوهه ريټايرډ بريګيډير محمد سعد وايي، هغه مني چې بدامني ډېره سېوا شوې ده، د هغه په نظر خو يې يو علت دا دی چې په پاکستان کې سياسي کړکېچ روان دی، دغه لور ته پاملرنه نه کيږي، او د افغانستان زياتې علاقې داسې دي چې د طالبانو د حکومت عملداري پکې نشته او درېم دا چې د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار لګول شوی نو دلته په پاکستان کې دننه کتل پکار دي چې بدامني د چرته نه کيږي.

نوموړي دا هم وويل چې د ترهګرۍ پرضد عملياتو کې ترهګري کمه شوې خو په بشپړ ډول ختم شوې نه ده.

په پاکستان د غېر دولتي ادارو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په پاکستان کې د بدامنۍ پېښو له هغې وروسته زور اخستی چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره د دسمبر په میاشت کې د يوې میاشتې د ډز بندۍ ختمولو ويلي وو.

او د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار په پينځمه جنورۍ هم منلي وو چې په اګست 2021 کې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه ناڅاپه ووتل او د هغې له امله د راجوړو شوو حالاتو نېغ اثر د پاکستان په امنیت شوی دی.

هغه ویلي وو تحریک طالبان پاکستان چې غېر رياستي عناصر دي، ډز بندي ورسره په 9 دسمبر ختمه شوې ده،او د ټي ټي پي پرضد عمليات او جګړه روانه ده.

هغه زياته کړې وه د افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو وتلو وروسته د طالبانو سره بيا اړيکه نیول شوې او بيا ټي ټي پي ځينې حملې وکړې خو کومه غټه حمله يې نه ده کړې، او نه کامیاب شوي دي.

هغه دعوه کړې وه چې په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، خو له دغې وروسته د فرورۍ په مياشت کې د بلوچستان صوبې په نوشکي او پنجګور کې په امنيتي عسکرو غټ بريدونه شوي او بيا د روانې مياشتې په سر کې په پېښور کې د شيعه مسلمانانو په امام بارګاه ځانمرګی بريد شوی او د 60 نه زيات کسان پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG