لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سور صلیب نن د اوکراین په ماریوپول ښار کې د ایسارو خلکو د را ایستلو کار پیلوي


واشنګټن ــــ د نړیوالې مرستندویه ادارې ریډ کراس [سره صلیب] ډلې تیارې دي چې د اوکراین له بندري ښار ماریوپول څخه د عامو خلکو په خوندي را ایستلو کې مرسته وکړي.

ریډ کراس دا اعلان د پنجشنبې- زیارت په ورځ وروسته له هغه کړی چې په دې سیمه کې د لنډ وخت لپاره ډزبندي شوې ده. ریډ کراس په خپل بیان کې ویلي:

"د لوجیسټیکي او امنیتي سببونو له کبله موږ تیار یو چې د جمعې په ورځ د خلکو د خوندي ایستلو کار تر سره کړو، خو چې ټول اړخونه د عملیاتو لپاره د لارې، د شروع کولو د وخت او مودې پر شرطونو ولاړ وي".

د اوکراین مرستیالې وزیراعظمې ایرینا ویرشچوک د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، د روسي پوځ د ډزبندۍ تر ژمنې وروسته به څو درځنه اوکرایني بسونه د تور سمندر له بندري ښاره عام خلک د اوکراین زاپوریژیا ښار ته رسوي.

مېرمن ویرشچوک د شورو- چارشنبې په ورځ وویل، دواړه اړخونه په دې سلا شوي دي چې د خلکو د ایستلو لپاره به درې لارې پرانیزي.

وایي په دغو کې به یوه لار له ماریوپول ښاره د خلکو د ایستلو او د ماریوپول جنوب ختیځ لور ته د 85 کیلیومیټره په فاصله بردیانسک ښار ته د بشري مرستو د رسولو لپاره کارول کېږي.

رپوټونه وایي دې ته ورته پلان مخکې هم جوړ شوی وو، خو له ماریوپول ښاره د خلکو د ایستلو پر لاره د جګړې له کبله هغه پلان خراب شو، چې له کبله یې هلته په لکونو خلک په اوونیو بې له خوراک، اوبو او د تودښت له اسانتیاوو پرته بند پاته وو.

د سره صلیب نړیواله اداره وایي "دا زښته ډېره مهمه ده چې [د خلکو د ایستلو] دا عملیات تر سره شي، ځکه چې په ماریوپول کې د لسګونه زره خلکو ژوند ورسره تړلی دی".

د اوکراین حکومت او د سره صلیب دفتر د شورو- چارشنبې په ورځ‌ دعوه وکړه چې روسي ځواکونو په ماریوپول ښار کې د د ریډ کراس ګودام هم تباه کړی دی.

ریډ کراس وايي په دې ګودام کې ایښي ټول سامانونه یې پر خلکو د مارچ میاشتې په پیل کې لا وېشلي وو او د مارچ له 15 را وروسته یې هلته کوم کارکوونکی موجود نه وو.

د برتانیې د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، نن هم پر چرنیهیف ښار باندې روسي بمباري او د توغندیو بریدونه روان وو. وړمه ورځ اوکرایني چارواکو ویلي وو، روس له مرکز کییف او چرنیهیف ښارونو د پرشا تګ ژمنه ماته کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په سهار وختي په یوه ویډیو کې وویل، وروسته له هغه چې پر کیف روسي بریدونه پر شا وتمبول شول پوځ یې د هېواد پر جنوب ختیځه برخه د روس نورو بریدونو ته تیار دی.

ولادیمیر زلنسکي پرون د اسټرېلیا پارلمان ته د وېډیو لینک له لارې وینا وکړه او د روسي بریدونو د مخنیوي لپاره یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه. ښاغلي زلنسکي وویل:

"که د روس مخه ونه نیول شوه او روس انصاف ته مخامخ نه کړای شو نو بیا نور ملکونه هم پر خپلو ګاونډیو هېوادونو د بریدونو ډاډ موندلای شي".

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د مارچ پر 31مه ویلي، داسې ښکاري چې روس پر اوکراین پخپلو بریدونو کې کمی نه دی راوستی بلکې زیات کړي یې دي، وایي‌ پکار ده روس ته د هغې د وینا پر ځای د عمل په حساب وکتل شي.

د اوکراین د یو چارواکي په وینا ټاکل شوې ده چې نن د جمعې په ورځ یو ځل بیا د روس او اوکراین د چارواکو تر منځ د سولې خبرې د وېډیو لینک له لارې شروع شي. د دواړو هېوادونو تر منځ په وروستیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه وو شوی.

XS
SM
MD
LG