لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په روس نور بندېزونه لګولي دي


امريکې د زيارت په ورځ د روس د 21 ادارو او 13 تنانو په ضد بنديزونه اعلان کړي دي، د کومو په اړه چې وويل شوي بنديزونه ځکه لګول شوي چې دعو ادارو او کسانو موجوده په روس لګيدلي بنديزونه نظز اندازه کولو کې ککړ پاتې شوي دي.

ويل شوي د دې بنديزونو مقصد روس د عسکري مقاصدو د پاره د مغربي ټيکنالوجي ته لاس رسي نه منع کول دي.

په اعلان کې د امريکې د مالياتو محکمې ويلي دا بنديزونه د روس په ضد د هغو ګامونو برخه ده چې پکې د نېټ ورک او د ټکنالوجۍ کمپنيانې د بنديزونو نه د بچ کېدو د پاره بهانې جوړوي کوم چې د روس وفاق کې د جنګ په کارنامونو کې برخه لري.

د امریکې د خزانې محکمې مشرې جينيټ ايل پپلن يو بيان کې ويلي چې د خپل بې جوازه يرغل د لارې روس نه يواځې داوکراين کې د خپلواکۍ خلاف ورزي کوي بلکې ګڼو ابادو واله علاقې او نوره ابادي هم په هدف کوي.

نوموړې وويل مونږ به د پيوټن د جګړې مشين په نخښه کول روان ساتو د کومې دپاره چې به مونږ دا ټول بنديزونه لګوو، تر کومې چې دا بې مقصده جګړه نه وي ختمه کړی شوې.

په 24مارچ امريکې د روس دفاعي صنعت سره اړونده ګڼو د روس د ګڼو کمپنيانو په ضد د پابنديو اعلان کړی وو، کوم چې په اوکراين کې د بريد ملګرتيا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG