لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 د م م امنیت شورا په اوکراین کې د ملکي وګړو د وژنو په اړه خبرې کوي


واشنګټن - ټاکل شوې ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د نهې یا سې شنبې په ورځ په اوکراین کې د ملګي وګړو د وژنو په اړه په یوې غونډه کې بحث وکړي.

دا یوه ورځ وروسته له هاغې کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، چې د روسيې رهبر ویلادیمیر پوتین باید د جنګي جرمونو لپاره محاکمه شي.

د نهې یا سې شنبې د ورځې غونډې ته به د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش، د ملګروملتونو د بشري برخې مشر مارټین ګرفېټ او همدارنګه د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي وینا وکړي.

د امنیت شورا دوريي مشري دا مهال برتانیه کوي او ملګروملتونو ته یې استازې بارابار وډوارډ خبریالانو ته وویل، چې په اوکراین د روس د یرغل پر وخت د ملکي خلکو د وژل کېدو مسله به د خبرو اساسي ټکی وي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا د ګل یا دوشنبې ناوخته وویل، هغه د اوکراین د کلیوالې سیمې بوچا په ګډون په دغې مسلې له ګوټېریش سره خبرې کړي.

د اوکراین د پلازمېنې په لېرې پروت کلي بوچا کې د ادعاو له مخې په دې وروستیو ورځو کې د روسي ځواکونو لخوا ترسره شوي ظلمونه رابرسېره شوي دي.

کولیبا په یو ټویټ کې په دې خبرې زور راوړی چې اوکراین به د ملګروملتونو له ټولو هغو تګلارو څخه کار واخلي چې شواهد راټول کړي او د روسي جنګي مجرمینو سره حساب وشي.

ماسکو په بوچا کې د ملکي وګړو وژنه رد کړې ده او د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف دغه صحنې د روس پرضد د سټېج د تماشو برابرول بللي.

په ملګروملتونو کې د روس سفیر ویلي، دی به د امنیت شورا د نهې یا سې شنبې د ورځې په غونډه کې ريښتیني اسناد وړاندې کړي.

د ماکسر ټېکنالوجۍ په نامه د سټلایټ کمپنۍ ویاند د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، له بوچا څخه د مارچ په نیمايي کې چې کوم انځورونه راټول شوي او په ټولنیزو رسنیو کې چې کوم انځورونه او ویډیوګانې خپرې شي پکې ښکاري چې مړي د اونیو راهیسې په کوڅو او سړکونو باندې پراته دي.

د اوکراین لویې سارنوالې ارېنا وېنېډېکټووا ویلي، د کیېف له یو ښار څخه چې په دې وروستیو کې له روسانو نیول شوی د ۴۱۰ ملکي وګړو مړي وېستل شوي دي.

بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "ستاسو به په یاد وي چې پر ما نیوکې وشوې کله چې ما پوتین جنګي مجرم وباله."

هغه وویل، تاسو ولیدل چې په بوچا کې څه وشول. دا ثابتوي چې هغه یو جنګي مجرم دی خو مونږ باید معلومات راټول کړو.

بایډن زیاته کړه، "دا سړی ظالم دی او هغه چې په بوچا کې شوي زړه بوږنونکي دي او هر کس هغه ولیدل."

بایډن وویل، "هو زه به بندیزونو لګولو ته دوام ورکړم."

د اروپايي کمېسیون مشر اورسالا وان ډیر لیین د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي، چې اروپايي اتحاد به اوکراین ته پلټونکي واستوي چې د جنګي جرمونو په اړه د اسنادو په راټولولو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې واشنګټن به د اوکراین په غوښتنه د ګڼو هېوادونو د سارنوالانو له دې ډلې ملاتړ وکړي څوک چې به د ظلمونو شواهد راټولوي.

زیلېنسکي د ګل په ورځ له بوچا څخه لیدنه وکړه او په ملي‌ ټي وي یې خپلو خلکو ته ویل چې اوس سخته ده چې له روس سره د جګړې د پای په اړه خبرې وشي ځکه د روسي سرتېرو لخوا ترسره شوي ظلمونه ښکاره شوي دي.

زیلېنسکي وویل، له داسې شواهدو سره چې ملکیان یو ځای تړل کېږي او بیا پرې له نېږدې څخه ډزې کېږي او یو ډلیز قبر موندل کېږي او د بوچا په سړکونو کې هرې خواته مړي لیدل کېږي، دا جنګي جرمونه دي او د نړۍ لخوا به دې ته قتل عام وویل شي.

زیلېنسکي چې زرې یې اغوښتې وي او شاخوا یې پوځیان لیدل کېدل، د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې کله چې روس په اوکراین یرغل وکړ دا لومړنی سفر دی چې له کیېف څخه د باندې یې کوي.

هغه وویل، دا ډېره سخته ده چې خبرې وکړي کله چې وګورې چې هغوی دلته څه کړي دي. څومره چې روسان د مذاکراتو بهیر ځنډوي دا پر هغوی هم او دې حالاتو او جګړې به هم ناوړه اغیز کوي.

زیلنسکي وویل، مونږ پوهېږو چې په زرګونو خلک وژل شوي‌ او شکنجه شوي، په ښځو جنسي تیري شوي‌ او ماشومان وژل شوي دي.

زیلېنسکي د ګل یا دوشنبې ناوخته کله چې یې د رومانیا پارلمان ته وینا کوله وویل، دی وېره لري چې داسې نور ډېر ځایونه به هم وي چېرې چې تر دې هم سخت ظلمونه شوي وي.

هغه زیاته کړه، "مونږ ته هر دلیل شته چې دا باور ولرو چې زښت زیات خلک به وژل شوي دي."

بل پلو د مېرېپول ښاروال ویلي، تر اوسه هم ۱۳۰۰۰۰ کسان په دغه ښار کې بند پاتې دي او د ښار په جنوبي برخو کې هر څه ویجاړ شوي دي.

روسي ځواکونه د کیېف له کلیو څخه په دې وروستیو ورځو کې وتلي دي او ټول پام یې د اوکراین په ختیځ کې له تورې بحیرې سره نېږدې د ډانباس جنجالي سیمې ته اړولی دی.

XS
SM
MD
LG