لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د اوکراين په بوشا سيمه کې د جنګي جرمونو پلټنې کوي


جېنوا - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پاره د هايي کمشنر دفتر ويلي دوی لګيا دي د اوکراين په بوشا سيمه کې د روسي ځواکونو د ممکنه جنګي جرمونو په اړه ثبوتونه راټولوي.

د بشري حقونو د څانګې مشرې مېشل بېچلیټ د اوکراين سرښار کيف ته نزدې بوشا سيمه کې د ولسي وګړو په بې رحمانه وژنو او د مړو د تصويرونو په ليدو د ويرې اظهار کړی.

د هغې وياندې لېز ټروسېل ويلي د بې حرمته کړل شوو مړو تصويرونه ډېر بوږنوونکي دي.

ټروسېل وايي هغه ګڼي چې د مړو لاسونه تړل شوي، د ښځو نيم بربنډ وجودونه او سوځول شوي مړي ژوندي ثبوتونه دي چې دوی نېغ په نېغه په نخښه شوي.

هغه وايي د بشري حقونو د نړيوال قانون لاندې په اراده ولسي وګړي وژل يو جنګي جرم دی. هغه وايي:

“مونږ دا نه وايو چې دا پېښه جنګي جرم دی. دا لا مونږ اوس نه شو ويلی ځکه خو تفصيلي فورنزیک ثبوتونو ته اړتيا لرو. مونږ ته نور ډېر لټون او معلومات راټولول پکار دي چې د چا سره څه وشو، د چا د لاسه وشو او په کومه خاصه ورځ وشول. مونږ د نورو ادارو سره سره دا وخت په دې کار بوخت يو”.

د جنګي جرمونو نړيوال عدالت په اوکراين کې د روسي ځواکونو د مبينه جنګي جرمونو خلاف پلټنې پيل کړي او د اي سي سي چيف پراسيکيوټر وايي د باور تر حده ويلی شي په روانه جګړه کې جنګي جرمونه شوي دي او زياته يې کړه چې د ممکنه جنګي جرمونو او بشروژنې په اړه ثبوتونه جمع کوي.

ټراسېل وايي دا مهمه ده چې دا کار وشي او په داسې جرمونو کې ککړ خلک انصاف ته راوړل شي، “مونږ د جنګي جرمونو ذکر د بمبارۍ، شېلینګ او په ولسي وګړو د حملو په ترڅ کې کوو چې اوس پوره پلټنې غواړي”.

هغه وايي “ته دا دليل هم ورکولی شې چې دا په پوځي عملياتو کې شوي لکه د مثال په توګه يوه ودانۍ په نخښه شوې خو دا به په ګرانه سره پوځي عمليات ومنل شي چې د يو تن مړی په سړک پروت وي او په سر په ډز ويشتل شوی وي او لا يې مړی سوځول شوی وي”.

البته روس دا تورونه ردوي چې پوځيانو يې په اوکرين کې جنګي جرمونه کړي او وايي دا د اوکرين د ځانګړو ځواکونو پروپېګنډه ده او په بوشا کې يې د دروغو ډرامه جوړه کړې چې د کرېملېن بدنامي وکړي.

XS
SM
MD
LG