لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر جوبایډن نریندرا مودي ته ویلي د روس نه نور تېل اخیستل به د هند په ګټه نه وي


واشنګټن ــــ د امریکا صدر جوبایډن هندي وزیراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې د روس نه نور تېل اخیستل به د هند په ګټه نه وي، دا په داسې حال چې امریکا په هند زور ورکوي چې په یوکراین د روس د یرغل پرضد خپل دریځ کې سختي راولي.

د وایټ هاوس ویاندې جېن ساکي ترمخه صدربایډن د هندي وزیراعظم سره تر یوساعت پورې په ویډیو کال باندې خبرو کې ويلي امریکا تیاره ده چې هند ته د انرجۍ ذریعې سېوا کولو کې مرسته اوکړي.

صدربایډن دا خبره هم په ډاګه کړه چې ګومان نه کوي د روس نه د انرجۍ او نورو وارداتو کې اضافه کول به د هند په ګټه وي.

د امریکا یو چارواکي د دواړه صدرانو ترمینځ خبرې سپینې او ګټورې بللي. زیاتوي صدر بايډن په حقیقت کې د روس څخه د انرجۍ په وارداتو مودي ته په لنډه خبره وکړه.

د ویډیو کال په وخت د خبرو هغه برخه چې مېډیا ته ښودل شوې، صدر بايډن د خپلو خبرو شوروعات د هند او امریکا ترمینځ د ملګرتیا څخه وکړل او ویې ويل مونږ دواړه هیوادونه به د روس د جګړې نه د بې ثباتۍ اثرات قابو کولو لپاره د نزدې نه خپلو کې سلا مشورې کوو.

هندي وزیراعظم نریندرا مودي په یوکراین کې او بلخصوص په بوچا سیمه کې چرته د ګڼ شمېر عام خلکو مړي موندل شوي باندې انديښنه وښوده:

"په بوچا ښار کې د بې ګناه عام خلکو وژنې په اړه خبرونه ډېر حیرانوونکي دي. مونږ سمدستي ددې غندنه کوو او د بې طرفه پلټنو غوښتنه کوو".

وزیراعظم مودي وویل د روس د صدر ویلادیمیر پوټین سره یې خبرې کړي او ورته یې مشوره ورکړې چې د یوکرایني صدر ویلادیمیر زلنسکي سره ناسته وکړي.

هند د روس او یوکراین په جګړه باندې بې طرفه پاتې شوی په کومه چې واشنګټن اندېښنې راپورته کړي خو ماسکو یې په دغې ستاینه کوي.

د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف چې تېره میاشت یې په نوي ډیلي کې د هند وزیراعظم نریندرا مودي سره ناسته کړې ویلي هند د حالاتو یوطرفه نه بلکې مکمله کتنه کړې.

هند په روس د بندیزونو لګولو څخه هم ډډه کړې او د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د بشري حقونو کونسل څخه د ماسکو په عارضي توګه ویستلو باندې د رایې اچولو په وخت يې هم خپله رایې نه وه ورکړې.

د امریکا او غربي هیوادونو له خوا د غوښتنو پرته هند د روس نه تېل او ګېس اخستل هم جاري ساتلي دي. روس هند ته د تېلو په بیعو کې رعایت هم ورکړی او هند ترې ۱۳ میلینه بېرله خام تېل په یوکراین د حملې وروسته اخستي.

د رایټرز خبري ادارې د معلوماتو ترمخه تېر پوره کال کې هند ۱۶ میلیونه بېرله تیل د روس څخه بیعه کړي وو.

د وایټ هاوس ویاندې دا اونه ویل چې هند د روس نه د انرجۍ په وارداتو کې د کمي کومه ژمنه کړې او که نه.

د صدربایډن هندي وزیراعظم نریندرا مودي سره د خبرو وروسته د امریکا خارجه او دفاع وزیرانو د هند هم منصبو سره په واشنګټن کې خبرې کړي دي.

د خبرو نه وړاندې د امریکا خارجه وزیر انتوني بلنکن خبریالانو ته ويلي په ناسته کې به په مختلفو موضوعاتو خبرې کیږي چې پکې به په یوکراین د روس د حملې، د کرونا وبا، د چاپیریال بدلون او په ازاده، خلاصه، جمهوري او خوشاله انډوپېسیپک سیمه باندې خبرې هم شامل وي:

"دا په نړیوال چارو کې هغه مهمې سانحې دي او زه فکر کوم چې ددې ملګرتیا په نتیجه کې به دا نورې مهمې او قوي شي".

د هند خارجه وزیر جې شنکر وویل زمونږ ملګرتیا د همکارۍ له ممکنه حد اوړېدلې او اوس یې په نړیوالو ستونزو کې اثرات هم ښکاري.

د امریکا دفاع وزیر لایډ اسټن وویل، نن د نور کله څخه زیات ضرورت دی چې جمهوریتونه به خامخا څنګ په څنګ ودریږي چې د خپلو شریکو اقدارو دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG