لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس: جنګي بېړۍ مو په چاودنه ویجاړه شوې، اوکراین ویلي توغندیز برید پرې شوی


واشنګټن - روس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د دوی یوه جنګي بیړۍ په توره بحیره کې سخته زیانمنه شوې او ټوله عمله ترې وتلې ده.

روس ویلي، بیړۍ کې چاودنه شوې وه خو اوکرایني چارواکو ویلي، د توغنديو برید پرې شوی.

د روس دولتي رسنۍ ددغه هېواد د دفاع وزارت له خولې ویلي، چې په بیړۍ کې د اور له لګېدو سره چاودېدونکي توکي چاودلي خو د اودیسا والي یا ګورنر ویلي، په یادې بیړۍ باندې دوه توغندي لګېدلي.

بل پلو بایډن ویلي، چې اوکراین ته د ځان د دفاع لپار د ۸۰۰ میلینو ډالرو په ارزښت نورې وسلې او پوځې مرستې استوي چې په هغو کې به د ټانکونو ضد توغندي هم شامل وي.

بایډن : پوټین ښايي په اوکراین کې جنګي جرمونه کړي وي

سپینې ماڼۍ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ولسمشر جو بایډن هغه بیان بیا خپور کړی چې د روس ولسشمر ویلادیمیر پوتین کېدای شي په اوکراین کې ټول وژنه یا قتل عام ترسره کوي.

خو د کرملن ویاند ډیمټري پیسکوف د بایډن دا څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې دا د امریکا په څېر د یو هېواد د ولسمشر لخوا د منلو نه دي ځکه امریکا خپله په دې ورستیو کې ښکاره جرمونه ترسره کړي.

همدارنګه رویټرز خبري ادارې لیکلي، د روس د پلټنو کمېټې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دوی د اوکرایني سرتېرو لخوا د روسي سرتېرو د شکنجه کولو پرضد جرمي کېسونه پرانیزي.

یاده کمېټه چې د لویو جرمونو پلټنې کوي وویل، ځینې روسي سرتیري د اوکرایني ځواکونو لخوا زپورېژا او مېکولېف ښارونو کې نیول شوي.

د دغې کمېټې مشر الېکزاندر بسټرېکن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه هم د پلټنو امر کړی چې ګواکې اوکرایني ځواکونو د ادعاو له مخې په لوهانڅک کې هغه مهال په ملکیانو باندې راکټونه ویشي کله چې روسي ځواکونه له خارکیېف څخه د وتلو په حال کې وو.

رویټرز نه دی توانیدلی چې په خپلواکه توګه ددغې کمېټې ادعاوې تایید کړي.

اوکراین ویلي، دوی د جنګي بندیانو په اړه ټول معلومات ګوري او که په دې برخه کې کومه سرغړونه شوې وي نو ورسره به مناسب قانوني چلند وشي.

فرانس د روسانو ۳۳ جایدادونه کنګل کړل:

د فرانسې حکومت ویلي، دوی په پاریس او نورو برخو کې ۳۳ هغه ملکیتونه کنګل کړي چې روسانو پوړې تړلې وو.

اسوسېټېډ پریس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ددغو ۳۳ جایدادونو ارزښت کابو نیم بیلین یورو ته رسېږي.

خبر زیاتوي، په دغو ودانیو کې به خپله مالکین اوسېدلی شي نو پلورل او په کرایه ورکول به یې نشي کولای.

د فرانسې چارواکو د جایدادونو او مالي پانګو د کنګل کېدو ترڅنګ درې لویې کښتۍ، څلور ټرانسپورتي کښتۍ، شپږ هیلې کوپټرې او درې هنري کارونه هم کنګل کړي دي.

اوکرایني چارواکو یو مخکښ روس پلوی سیاستوال نیولی دی:

د اوکراین امنیتي ځواکونو ددغه هېواد تر ټولو نامتو کرملن پلوی سیاستوال ویکتور مدودچوک په روانه اونۍ کې نیولی دی.

دې په فیبرورۍ کې په اوکراین له یرغل سره په خپل کور کې له نظر بندۍ تښتېدلی وو.

مدودچوک د اوکراین د پارلمان غړی دی او د کرملن پلوي مخالف لوري مرستیال مشر دی.

دده په فعالیتونو باندې په مارچ کې د روس له یرغل سره بندیز ولګول شو.

د مدودچوک په اړه ویل کېږي چې په اوکراین کې به د ولسمشر ویلادمیر پوتین د ښي لاس سړی وي.

په کیېف انډېپېنډېنټ ورځپاڼه کې د هغه د نیول کېدو پر ارزښت یوه مقاله لیکل شوې.

XS
SM
MD
LG