لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس وايي، که سویډن او فنلېنډ له ناټو سره یوځای شي نو په اروپا کې به اټومي وسلې ځای پر ځای کړو


واشنګټن – د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین یو له نېږدې متحدینو څخه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که سویډن او فنلېنډ د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو له پوځي اتحاد سره یوځای شي نو روس به د اروپا په زړه کې اټومي وسلې او هایپرسانیک توغندي ځای پر ځای کړي.

فېنلېنډ چې له روس سره ۱۳۰۰ کیلومټره اوږده پوله لري او سویډن په دې غور کوي چې له ناټو سره یوځای شي.

رویټرز خبري ادارې د لومړي وزیر سنا مېرېن له خولې راپور ورکړی چې فنلېنډ به په راتلونکو اونیو کې پرېکړه کوی.

د روس د ملي امنیت مرستیال چېرمن ډیمیټري میډویډیف وویل، که سویډن او فېنلېنډ له ناټو سره یوځای شي نو روس باید خپله ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه په بالټیک سمندر کې ځواکمن کړي.

میډوېډیف په ځانګړې توګه د اټومي ګواښ یادونه کړې چې نور به له اټومي وسلو څخه د خالي بالتیک خبره نه وي چېرې چې د کلیننګرېډ په نامه د روس یو ښار د پولېنډ او لیتوانیا ترمنځ د یو سنډوېچ په څېر پروت دی.

مېډوېډیف چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د روس ولسمشر هم وو ویلي، نور به بیا له اټومي وسلو څخه د خالي بالتیک خبره نه کېږي، د قدرت توازن باید جوړ شي.

میډوېډیف وویل، چې هیله ده فېنلېنډ او سویډن به په دې خبره پوه شي. خو کچېرې پوه نه شول نو بیا به دې د کور څنګ ته له اټومي او هایپرسانېک توغندیو سره ژوند وکړي.

روس په نړۍ کې د اټومي کوپړیو تر ټولو لویه بټۍ لري او د چین او امریکا ترڅنګ په نړۍ کې د هایپر سانېک توغندیو په مخکښانو کې دی.

لیتوانیا وویل، د روس په ګواښونو کې کوم نوي څه نه وو او ماسکو په کېلېنن ګراد کې د اوکراین له جګړې څخه دمخه هم اټومي وسلې ځای پر ځای کړې دي.

ناټو په سمدستي توګه د روس دې ګواښ ته غبرګون نه دې ورکړی.

خو د دې سره سره د ناټو له پوځي اتحاد سره د فنلېنډ او سویډن یوځای کېدل به د اوکراین د جګړې یو له سترو پایلو څخه وي.

فېنلېنډ له روس څخه په ۱۹۱۷ کال کې ازادي اخېستې او له روسانو سره یې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال دوه جګړې کړي چې په پایله کې یې ځینې خاوره هم له لاسه ورکړې.

فېنلېنډ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د هېواد په لویدیځ کې د پوځي تمرینونو خبر ورکړ چې پکې به برتانیه، امریکا، لیتویا او ایسټونیا هم ګډون کړی.

سویډن په تېرو ۲۰۰ کالو کې جګړه نه ده کړې.

بهرنی سیاست یې د ډیموکراسۍ په ملاتړ او بې اټومي کولو باندې څرخي.

کېلېنن ګراد:

کېلېنن ګراد چې د ختیځې پروسیا د پلازمېنې د کونیګزبرګ پخوانی بندر دی او له لندن پاریس څخه ۱۴۰۰ کیلومتره واټن لري او له برلین څخه ۵۰۰ کیلومټرۍ کې پروت دی.

روس په ۲۰۱۸ کال کې ویلي، چې دوی د اسکندر په نامه توغندي په کېلېنن ګراد کې ځای پر ځای کړي.

کېلېنن ګراد د ۱۹۴۵ کال په اپرېل کې سرو لښکرو نیولی وو او د شوروي اتحاد برخه وه.

اسکندر توغندي چې په SS-26 باندې هم پېژندل کېږي یو لنډ واټن ویشتونکی بالسټیک توغندی دی چې کولای شي اټومي کوپړۍ له ځانه سره یوسي.

په رسمي توګه ددغو توغندیو واټن ۵۰۰ کیلومټره ښودل شوی خو ځینې لویدیځو پوځي سرچینو شک څرګند کړی چې کېدای شي تر دې زیات واټن ووهي.

میډویډیف ویلي، "هېڅ هوښیار کس نه غواړي چې بیې او ټکسونه پورته لاړ شي او په پولو یې فشارونه وي، اسکندر، هاپرسانېک او په اټومي وسلو سمبال کښتۍ یې نېږدې مخې ته ګرځي."

هغه وايي، "هیله ده زمونږ د شمالي ګاونډیو کامن سینس به یې وګټي."

که څه هم پوتین د روس تر ټولو لوی رهبر دی خو د مېډوېډیف څرګندونې هم د کرملن فکر ښکاره کوي.

ځکه دی د امنیت شورا یو لوړ پوړی غړی او د پوتین د سټراټېژیکو پرېکړو د څانګې یو مهم غړی دی.

په اوکراین باندې د فیبرورۍ په ۲۴ د روس په یرغل کې په زرګونو کسان وژل شوي، په میلیونونو کسان بې ځایه شوي او د دوو سترو اټومي هېوادونو روس او امریکا ترمنځ یې د مخالفتونو د پراخېدو وېرې زیاتې کړې دي.

پوتین ویلي، په اوکراین کې ځانګړي پوځي عملیات ضرور وو ځکه امریکا له اوکراین څخه د روس د ګواښونو لپاره کار اخېسته او ماسکو باید د روسي ژبو خلکو دفاع کړې وای.

XS
SM
MD
LG