لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان مېډیا څارونکو او ملګرو ملتونو په طالبانو غږ کړی د خبریالانو خپلسره نیول دې بند کړي


واشنګټن ــــ د افغانستان د خبریالانو د تحفظ کمیټۍ د زیارت- پنجشنبې په ورځ ویلي، طالبانو په غور ولایت کې د دوی ولایتي نماینده او یو بل خبریال پرون د شورو- چهارشنبې په ورځ نیولي دي.

د بیان ترمخه مقامي خبریال دوه ګنټې وروسته پرېښودی شو خو د افغانستان د خبریالانو د تحفظ کمېټۍ غړی غلام رباني هدفمند اوس هم د طالبانو سره دی. افغان جرنلسټس سېفټي کمېټي یا اې جي اېس سي په خپل بیان کې وايي:

"ددې پېښې 24 ګنټې وشوې د دوی ولایتي نماینده اوس هم د طالبان په قبضه کې دی. طالبان دي هغه پرېږدي او د قانون په مطابق دي ددې ګرفتارۍ سپیناوی وکړي".

د زیارت- پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مشن یوناما هم په یو ټویټ کې ویلي، "د طالبانو له خوا د خبریالانو او میډیا د کسانو په خپلسر او بې د څه سبب نیولو په پېښو کې هېڅ کمی نه ښکاري".

یوناما په طالبانو غږ وکړو چې د میډیا ځورول دي بند کړي.

دې نه یو څو ورځې وړاندې هم طالبانو په جنوبي کندهار ولایت کې په څلورو رېډیو سټېشنونو چاپې وهلې وې او د خبریال بسم الله وطندوست په شمول يې پینځه نور خبریالان نیولي وو. هغه طالبانو لس ورځې په قېد کې ساتلو پس پرېښودو.

یو افغان خبریال ظاهر شاه انګار چې په جنوبي خوست ولایت کې د سولې پیغام رېډیو مشر دی وايي، که څه هم د مېډیا د مرستو د ادارو سره په ملاقاتونو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بیا دا ویلي چې هغوې د میډیا ازادۍ ته ژمن دي او په راتلونکي کې به خبریالان نه نیول کېږي خو وایي دوی تشه طمع کولی شي چې د طالبانو دغه موقتي حکومت خپله خبره پوره کړيې ګنې نو ازاده میډیا به په دې ملک کې کار ونه کړی شي.

اخوا د خبریالانو عالمي فېډرېشن هم د مارچ په 31مه پخپل یوه بیان کې ویلي وو په افغانستان کې د مارچ 26مه او 28 نېټې ترمنځ لږ تر لږه اته د میډیا کارکوونکي نیول شوي او دوه رېډیو سټېشنونه تړل شوي دي.

ای اېف جې هم په طالبانو غږ کړی چې زر تر زره دې ټول خبریالان پرېږدي او د طالبانو د مېډیا قدغنونو دلاسه چې کومې ادارې اغېزمنې شوې دي هغه دې بحالې کړی شي.

په افغانستان کې د مېډیا د ازادۍ او د خبریالانو د ځورولو په حقله د افغانستان د امرېکن یونیورسټۍ یوه استاد عبېدالله بهیر وي او اې ډیوه سره خبرو کې ویلی، په مېډیا بندېزونه حکومتونو ته د ګټې په ځای زیات زیان رسوي:

"یوه رسنۍ چې په یو وطن کې فعاله اوسي نو شفافیت رامنځته کېږي او حکمرانان به جواب ګو وي. کېدی شي د اسلامي امارات مشر په دی خبر نه وي چې په کوم ځای کې کوم کارونه د هغوی د اصولو خلاف کېږي، خو که مېديا ازاده وي نو دوی به يې مخنیوی کولی شي. اداري فساد به کمېدی شي، زما په فکر ددې بندېزونو تاوان زیات او ګټه يې ډېره کمه ده".

د افغانستان د فېډرېشن اف جرنلسټس اېنډ مېډیا ترمخه د مارچ په میاشت کې په ټول افغانستان کې 21 خبریالان نیول شوي دي.

رپورټرز ود اؤټ بارډرز هم په څلورمه فروري پخپل بیان کې ویلي وو د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت نېغ په نېغه په دې ځورونو کې شامل دي چې د افغانستان د صحافتي قانون پرضد دي.

د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو دغه تازه پېښو په حقله د وي او اې سوالونو ته طالبانو تر دغه رپورټ جوړېدو پورې هیڅ جواب نه وو ویلی.

تېر کال په اګست کې د افغانستان واک سنبالولو پس طالبانو لوظ کړی وو چې په ملک کې به مېډيا ازاده او خودمختاره وي خو هغوی په ازاده مېډیا بریدونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG