لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

واشنګټن د پاکستان د پوځ دريځ تاييدوي چې امریکې سازش نه دی کړی


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت يو ځل بيا د پاکستان د مخکني وزيراعظم عمران خان هغه تور رد کړی چې امریکا يې پرضد سازش کړی دی.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ويلی، په امریکا د سازش تور لګول هيڅ حقيقت نه لري او د امريکې دريځ په دغه اړوند واضحه دی.

د نوموړي نه په خبري غونډه کې پوښتنه شوې چې (د پاکستان د پوځ ويان ویلي داسې کوم شواهد ورسره نشته چې د هغې نه ثابته کړي چې عمران خان د امريکې په سازش يا دړکه د واکه لرې کړی شوی دی؟) نېډ پرايس ويلي په دغه اړوند هغه د پاکستان د پوځي وياند خبره تاييدوي.

د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (14 اپرېل) د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار خبري غونډې ته ویلي، (د ملي امنيت د کمېټۍ په اعلاميه کې د هيڅ سازش ذکر نشته).

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي، امریکا د ايين په عملي کولو، جمهوري او بشري حقونو يقين لري، امریکا په پاکستان يا بل کوم هيواد کې د یو ګوند ملاتړ نه کوي، امریکا د قانون واکمنۍ او د قانون لاندې د يو شان انصاف ورکولو په کوټلې نظریه يقين لري.

هغه زیاته کړې د امریکې او پاکستان 75 کلنې اړیکې اهمې پاتې شوي، او واشنګټن تیار دی چې د اسلام اباد سره په ګډه د پاکستان او سيمې دپاره د سولې او پرمختګ دپاره کار وکړي.

عمران خان چې پرضد يې مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړی، هغه تور لګولی امریکا يې د لرې کولو سازش کړی وو، امریکا او پاکستان کې د عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونو دغه تور رد کړی وو.

د پاکستان قومي اسمبلۍ د عدم اعتماد د تحریک د لارې عمران خان د وزيراعظمۍ نه لرې کړی او بيا شهباز شريف وزيراعظم ټاکل شوی دی.

امریکې شهباز شریف ته په وزیراعظم جوړېدو اومبارکي ويلې او زياته کړې يې وه امريکا غواړي چې د پاکستان سره د اوږدې مودې اړيکې دوامداره وساتي.

XS
SM
MD
LG