لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سېو دي چلډرن اندېښنه څرګنده کړې چې ۸۰ فیصده افغانې جینکۍ له زدکړو محرومه دي


واشنګټن ــــ د ماشومانو د خېرښېګړې نړیوال تنظيم سېو دي چلډرن تېره ورځ په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي، په افغانستان کې په ۱۱ لکه جينکو کې اوس اته نيم لکه جينکۍ د سکولونو نه محرومه شوي دي ، چې د ټولو جينکو ۸۰٪ جوړيږي.

دغې ادارې پخپل رپوټ کې په طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د روښانه سباوون په خاطر دې زر تر زره د شپږم ټولګي نه پورته جينکو ته هم سکولونو ته د تګ اجازت ورکړي.

سېو دي چېلډرن دغه رپوټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې يونيسېف په مرسته ترتيب کړی، وايي طالبانو جينکۍ د خپل اساسي حق نه محرومه کړي دي او پکار ده چې نړيواله ټولنه په طالبانو فشار واچوي چې د جينکو سکولونه بېرته پرانیزي.

د جنوبي اېشیا لپاره د ماشومانو د ادارې مسول اولیور فرانچي ویلي "تعليم د ټولو ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو لپاره د ژغورنې لار ده. که تعليم نه وي نو جينکۍ د ناسم چلند او په کم عمر کې د ودونو د ګواښونو سره مخ کیږي".

اولیور فرانچي ویلي، د زدکړو د اساسي حق څخه د محرومېدو له امله جينکۍ غمجنې شوې او زړونه یې مات شوي دي.

دا اداره وايي افغانستان د ښوونې او روزنې سیسټم د ګواښ سره مخ دی اوس یې وخت نه دی چې ترې مخ واړول شي.

د پنجشنبې يا زيارت په ورځ کابل کې د مدني ټولنې فعالینو په یوه غونډه کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د جينکو سکولونه دې بېرته زر تر زره پرانیزي.

دغو فعالینو وویل چې په افغانستان کې د سکولونو تړل نه دیني او نه هم ملي او کلتوري جواز لري.

د طالبانو حکومت نړیوالې ټولنې سره د کړې ژمنې پرخلاف د مارچ په ۲۳ مه د نامعلومې مودې لپاره د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو اعلان وکړ.

د طالبان د حکومت د پوهنې وزارت ویلي، چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړو د پیلېدو لپاره د اسلامي اساساتو او ملي ارزښتونو په رڼا کې په یو پلان کار روان دی چې د بشپړیدو وروسته به یې ښوونځي پرانیستل شي.

په افغانستان کې په تعليمي ادارو بمي بريدونو هم په دغه هېواد کې د تعليم مستقبل د خطرو سره مخ کړی، د اپرېل په ۱۹ مه نېټه د کابل دشت برچي سيمه کې يو هايي سکول او تعليمي مرکز ته نزدې شوې بمي چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او د ۲۰ نه زيات ژوبل وو، چې ورسره د سکولونو ماشومان او د هغوی مور پلار د ويرې ترهې سره مخ شوي دي.

د تعليم د خوندي ساتلو نړيوالې ادارې ګلوبل کوليشن پخپله سروې کې ويلي په افغانستان کې د کال ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۹ پورې په زده کوونکو، ‌استازانو او سکولونو د زرو نه زياتې حملې شوې دي، چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې يې په تعليم ډېر بد اثرات غورځولي دي.

XS
SM
MD
LG