لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو پلاوی بیا په دوحه کې له ترکي او قطر سره د افغانستان د پینځو هوایي ډګرو پر قرارداد خبرې کوي


واشنګټن ـــــ د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، یو اعلی پلاوی د افغانستان د پینځو هوايي ډګرونو د چارو د سمبالښت په اړه په قرارداد باندې د بحثونو لپاره قطر ته تللی دی.

وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې ددغه پلاوي مشري د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخوندزاده کوي او د بهرنیو چارو د نګران وزیر امیر خان متقي په ګډون یو شمېر نور چاروکي هم پکې شامل دي.

د ټرانسپورټ وزارت په وینا ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی له قطري چارواکو سره د افغانستان د پینځو هوايي ډګرونو کابل، کندهار، هرات، بلخ او خوست د قرارداد پر تکنیکي اړخونو خبرې وکړي.

ویل کیږي چې په دغه لیدنه کې به د ترکي د تکنیکي ټیمونو استازي هم ګډون وکړي. د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویاند امام الدین احمدي‌ وي او اې ته ویلي:

"په دې سفر کې- چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د ملي دفاع وزارت مرستیال یې ملتیا کوي- د هېواد د پینځو نړیوالو هوایي ډګرونو د تخنیکي برخو د پرمخ وړلو په پار د ترکیې او قطر له ګډ ټیم سره کېږي".

د طالبانو د وزیراعظم مرستیال ملا عبدالغني برادر د اپرېل پر اوومه د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي وو چې د کابل هوايي ډګر د چارو د سمبالښت او قرارداد اخیستو لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي.

د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي او نېټو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هیواد له هوايي ډګرونو د پروازونو بهیر ورو شوی وو چې د نیژدې اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم په عادي ډول پروازونه ورڅخه نه کېږي.

د افغانستان د پینځو هوايي ډګرونو د چارو د انتظام په اړه د ترکي، قطر او طالبانو د حکومت تر منځ لومړی پړاو خبرې د ۲۰۲۱ کال په دسمبر میاشت کې پيل شوې او تر اوسه په کابل او دوحه کې د درېواړو اړخونو تر منځ درې ناستې شوي دي.

د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکی شهزاده مسعود وایي د افغانستان د هوایي ډګرونو د سمبالښت په اړه خبرې ډېرې اوږدې شوې او پکار ده چې ژر یوې نتیجې ته ورسېږي:

"زما په اند دا مسئله ډېره اوږده شوه، دا یوه ملي مسئله ده څومره ژر چې حل شي دا په ګټه ده، امید کوم دا ځل چې دوی قطر ته تللي داسې قرارداد وکړي‌ چې د افغانستان ملي ګټې پکې خوندي وي".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر 27مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په دغه درې اړخیزه غونډه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د سمبالولو او فعالیت په برخه کې پر څو بنیادي موضوعاتو باندې سره جوړ شوي دي.

ترکي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې لا د کابل د نړیوال هوایي ډګر د سمبالښت او د امنیت د ټینګښت لپاره تیاري ښوولې وه.

تر دا مهاله د طالبانو، قطر او ترکي پلاوو په دې اړه په کابل او دوحه کې څو ناستې کړې دي خو تر اوسه د هوایي ډګرونو د چارو د سمبالولو د قرارداد په اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، نګران وزیر امیر خان متقي د ترکي د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د «انتالیا ډیپلومېسۍ» د ناستې په څنډه کې د افغانستان د پینځو هوايي ډګرونو د انتظام په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، دواړو لوریو ټینګار کړی چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د سمبالولو د قراردادونو د هغو مادو په اړه به خبرو ته دوام ورکړي چې زیاتو بحثونو ته اړتیا لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG