لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین: د ختیځ په روانه جګړه کې روسانو ته درانه زیانونه اوښتي دي


واشنګټن - رویټرز خبري‌ ادارې راپور ورکړی چې اوکراین د جمعې په ورځ ویلي، په ختیځ کې د روسانو په برید کې یې په زیات شمېر کسان وژل شوي خو زیاتوي چې د روسانو مرګ ژوبله تر دوی هم زیاته ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له کانګرس څخه غوښتي دي چې له کیېف سره دې ۳۳ بیلینه ډالره مرسته وکړي.

ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي له اوکراین سره د بایډن د مرستې د وړاندیز هرکلی کړی.

دا اندازه تر اوسه له اوکراین سره د یرغل له پیل راهیسې د ترسره شویو امریکايي مرستو لس چنده زیاته ده.

په کیېف کې کارکونکي د استوګنې د هغو سیمو په پاکولو باندې کار کوي په کومو چې له کیېف څخه د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېریش د لیدنې په ورځ هم د روسانو دوه توغندي لګېدلي دي.

اوکراین دغه برید خپله په ملګروملتونو باندې برید بللی.

رویټرز لیکي، د اوکراین په شمال کې په پلازمېنه کیېف کې د روسانو له ناکامۍ وروسته اوس هغوی هڅه کوي چې په ختیځ کې دوه ولایتونه په بشپړه توګه ونیسي چې د ډانباس په نامه یادېږي.

اوکراین دغلته د تېرې اونۍ راهیسې چې د روسانو بریدونه پیل شوي د ځینو ښارونو او کلیو د لاسه ورکولو خبر ورکړی خو دا یې هم ویلي، چې دغه لاسته راوړنه ماسکو ته په ډېره لویه بیه تمامه شوې.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولېکسي اریستوېچ ویلي، "مونږ زیات کسان له لاسه ورکړي خو د روسانو تلفات تر دې هم ډېر زیات دي. د هغوی زیانونه ډېر درانه دي."

له اوکراین سره د لسګونو بیلیونو ډالرو د مرستې له زیاتولو سره بایډن په دغې جګړه کې د امریکا ښکېلتیا په ډرامټیکه توګه زیاته کړې.

امریکا او متحدین یې دا مهال اوکراین ته درنې وسلې استوي چې واشنګټن وايي، نه یواځې د روسانو د برید د مخنیوي لپاره بلکه د دې لپاره چې د روس وسلوال ځواکونه کمزوري کړي تر څو بیا خپل ګاونډیان و نه وېروي.

بایډن ویلي، "مونږ د ازادۍ په جګړه کې د اوکراین د ملاتړ لپاره دې بېل ته اړتیا لرو."

هغه زیاته کړې، "د دې جګړې بیه کمه نه ده خو پر نورو د یرغل لوږه به تر دې هم زیاته بیه ولري."

زیلېنسکي په یو ټویټ کې لیکلی، "د امریکا ولسمشر او خلکو څخه له اوکراین سره د مرستې په برخه کې مننه کوم ، مونږ د ډیموکراسۍ او ازادۍ په څېر له ګډو ارزښتونو څخه دفاع کوو. مونږ د مرستې قدرداني کوو. نن ورته تر بل هر وخته زیاته اړتیا ده."

روس ویلي، اوکراین ته د لویدیځ د وسلو رسېدل دا معنی لري چې دوی اوس د ناټو په وړاندې پراکسي جګړه کوي.

ولسمشر ویلادیمیر پوتین په روانه اونۍ کې د دې په غبرګون کې یو نا څرګند ګواښ کړی وو خو د بهرنیو چارو وزیر یې د اټومي جګړې خبرداری ورکړی.

د جګړې له ډګره:

د زېلینسکي دفتر ویلي، روسانو په ختیځ ډونیڅک سیمه کې په ټولې لومړۍ کرښه باندې د راکټونو، توغندیو او بمونو بریدونه کړي.

د اوکراین لوی درستیز ویلي، چې روسانو د دې لپاره دا بریدونه کول چې اوکراینیان بیا راټولېدو ته پرې نږدي.

برتانیې ویلي، جګړه په ځانګړي ډول لسېچنسک او سیوېروډونیڅک ښارونو کې زیاته وه چې د دانباس اصلي ځایونه بلل کېږي چې روس یې لا تر اوسه د نیولو هڅه کوي.

د برتانیې د دفاع وزارت ویلي، د اوکراینیانو د سخت مقاومت له امله د روسانو لخوا د سیمو نیول محدود دي او روسي ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG