لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلا په حېث سوګند پورته کړو


د پاکستان مسلم ليګ ن حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلا په حېث سوګند پورته کړو، د هغه نه د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف نن د جمعې په ورځ (30 اپرېل) د پنجاب په ګورنر هاوس کې سوګند واخستو.

د حمزه شهباز نه سوګند په داسې حال کې واخستل شو چې پرون د لاهور هايکورټ د وزیراعلا د سوګند اخستو په خواست فېصله اورولې او د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف يې د دغه کار دپاره استازی ټاکلی وو.

د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري ويلي، په ګورنر هاوس قبضه شوې او په ضمانت خوشي تن سوګند پورته کړو، دا عمل به څوک ومني.

فواد چودري بيا "د چيف جسټس نه غوښتي چې په پنجاب کې د اييني بحران نوټس واخلي او د حمزه شهباز غېر قانونه سوګند ودروي او فريقېن واوري، فېصله دې وکړی شي".

خو د فواد چودري ټویټ ته په ځواب کې د اطلاعاتو مرکزي وزير مريم اورنګزېب ويلي،

"که ژاړئ، چغې وهئ یا هر چل کوئ، وزيراعلا پنجاب شهباز شريف سوګند واخستو، الحمدالله. د ايين، پارلیمان او عدالتونو پرضد غونډه ګردۍ کوونکو دپاره به د جېل دروازې خلاصيږي، غونډه ګردو د ايين او قانون نه ټوقه جوړه کړې ده، فريقېن اورېدل کېدی شي، غونډه ګان، بدماشان او ايين ماتوونکي نه".

پنجاب کې د عثمان بزدار د استعفا وروسته د نوي وزيراعلا په ټاکنه لانجه شورو شوې وه.

خو په 16 اپرېل حمزه شهباز په پنجاب اسمبلۍ کې 197 ووټونه اخستي او وزيراعلی منتخب شوی وو.

خو ګورنر عمر سرفراز چيمه د حمزه شهباز نه د سوګند اخستو څخه انکار کړی وو او ويلي يې وو عثمان بزدار چې وزيراعلا وو، استعفا يې وزيراعظم ته لېږلې د هغه استعفا نه شي منظورېدی ځکه چې دغسې کېدل غېر اييني دي.

د حمزه شهباز نه د سوګند اخستو دپاره دوه ځله د لاهور هايکورټ لارښوونه کړې او په 21 اپرېل يې صدر عارف علوي ته لارښونه کړې وه که د پنجاب ګورنر نه وي نو د حمزه شهباز نه دې د سوګند اخستو دپاره استازی وټاکي.

پرون بيا د لاهور هايکورټ د قومي اسمبلۍ سپيکر ته د حلف اخستو حکم کړی وو.

خو د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چودري پروېز الهي ويلي، دوی د لاهور هايکورټ فېصله چېلنج کوي.

پروېز الهي د بزدار د استعفا وروسته د وزيراعلا د څوکۍ کانديد وو، او بيا چې د څو ځله ځنډ وروسته په 16 اپرېل د مرستيال سپيکر دوست محمد مزاري په مشرۍ کې انتخابات وشو حمزه شهباز وزيراعلا منتخب شوی وو.

عثمان بزدار په 28 مارچ د وزيراعلا د څوکۍ څخه استعفا ورکړې او او ګورنر پنجاب عمر سرفراز چيمه هغه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG