لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خبریالان: پښتونخوا او بلوچستان ته بهرني خبریالان نه پرېښوول کېږي او ځايي رسنۍ غلې دي


واشنګټن ــــ د نورې نړۍ په ګډون په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې نه یواځې خبریالان په دې هېواد کې ځورول کېږي بلکې د پښتونخوا او بلوچستان په ډېرو سیمو کې خبریالان د ریښتینو پېښو رپوټ کولو ته لاسرسی نه لري.

د رسنیو پر ازادۍ نظر لرونکي نړیوال وایي په پاکستان کې د خبریالانو په وړاندې په تېرو څو کلونو کې د زغم نشتوالی او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د خبریالانو د ژغورنې نړیوال تنظیم آر ایس ایف یا بې پولې خبریالان پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې پاکستان په 2018م کال کې په 180 هېوادونو کې پر 130 نمبر وو خو په تېر 2021م کال کې له 145 نمبر راتلو سره نور کښته راغلی.

د پاکستان د خبریالانو د مرکزي تنظیم پي ایف یو جې مشر شهزاده ذوالفقار وایي، د پاکستاني ځایي رسنۍ د بلوچستان او د پښتونخوا د قبایلي سیمو خصوصاً وزیرستان پېښې نه رپوټ کوي او بهرنیو رسنیو ته یې هم د کورېج اجازه نه ورکول کېږي.

شهزاده ذوالفقار د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته وویل، بهرني خبریالان لومړی د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو په وزارت کې ایکسټرنل پبلسټي ونګ ته درخواست ورکوي.

ښاغلی ذوالفقار وایي‌ اي پي اې بیا د دغو خبریالانو په اړه پلټنه کوي او تر اوږده ځنډ وروسته هم نه انکار ورته کوي او نه اجازه ورکوي چې د پاکستان په بېلابېلو صوبو کې رپوټونه جوړ کړي:

"دوی [بهرنیو خبریالانو] ته چې د دوی په ملک کې [د پاکستان سفارت] ویزه ورکوي نو اول ورته وایي چې کراچۍ، لاهور او اسلام اباد ته تللای شې خو پېښور او پخوانۍ فاټا او بلوچستان ته به نه ځې".

بهرنیو خبریالانو ته واقعي په بلوچستان کې د رپوټونو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي او که ورکول کېږي ولې ستونځمنه ده، په دې اړه په کوټه کې د وي او اې ډیوه خبریال هڅه کړې چې د صوبې د کورنیو چارو د وزارت نظر واخلي، خو وایي چارواکو یې تر دوو ورځو وروسته هم ورته جواب نه دی ورکړی.

خو د بلوچستان حکومت په تېرو وختونو کې ویلي، دوی بهرنیو خبریالانو ته په هغوی سیمو کې د کار کولو اجازه ځکه نه ورکوي چې هلته امنیتي ستونځې وي او د هغوی د سر خطر او د تښتونې اندېښنې وي.

د بې درکه بلوڅانو د موندلو لپاره کارکوونکی تنظیم «وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز» له تېرو شاوخوا څورلسو کلونو په کوټه او کراچۍ کې پرله پسې د پریس کلبونو مخې ته احتجاجي کېمپونه لګوي او د بې درکه بلوڅانو لپاره ږغ اوچتوي.

د دې تنظیم یو مشر «ماما» قدیر بلوڅ وایي، د پریس کلبونو څنګ ته د دوی د کېمپونو لګولو مقصد همدا دی چې خبري رسنۍ دوی ته ځای ورکړي او د دوی فریاد تر پاکستاني چارواکو او نړۍ ورسوي خو وایي ځایي رسنیو له دوی مخ اړولی:

"په کوټه، اسلام اباد او کراچۍ هر ځای کې موږ احتجاجونه، پریس کانفرنسونه او لاریونونو کوو خو تر نن پورې پاکستاني الیکټرانیک یا پریس مېډیا موږ ته کورېج نه دی راکړی".

په پاکستان کې د حقونو لپاره کارکوونکي ځینې نور تنظیمونه هم شکایت کوي چې پاکستاني رسنۍ ورته ځای نه ورکوي، په دغو تنظیمونو کې پښتون ژغورنې غورځنګ هم شامل دی چې وایي په پاکستاني رسنیو کې ورباندې بشپړ «بلیک آوټ» دی.

XS
SM
MD
LG