لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين او نورو پرضد د احتجاج په سر مقدمه درج شوې


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال وايي، په جنوبي وزيرستان کې د غورځنګ د مشر منظور پشتين او نورو غړو پرضد مقدمه درج شوې ده، دغه مقدمه وروسته له هغې درج شوې چې د پي ټي اېم مشر او نورو فعالانو په جنوبي وزيرستان کې د يو تن دلنواز د مړي موندلو وروسته په احتجاجي مظاهره کې ګډون کړی وو.

د پي ټي اېم فعال عالمزيب مسيد وايي، د دوی پرضد د جنوبي وزيرستان د سروکۍ په تاڼه کې مقدمه درج شوې، د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، د هغه (عالمزېب مسيد)، تحصيل چیرمېن شاه فېصل غازي او رحمت شاه مسيد سره پکې نور نومول شوي دي.

هغه وویل په مقدمه کې د غدارۍ او ریاست او د ریاستي ادارو پرضد د سپکاوي مادې لګول شوي کومې چې په هره مقدمه کې د دوی پرخلاف لګول کیږي.

وي او اې سره په خبرو کې هغه وويل، د دوی احتجاج پرامن وو چې پکې د وژل شوي تن ته د انصاف تر لاسه کېدو غوښتنې شوې. او دوی به د دغه مقدمې پرخلاف عدالت ته ځي.

پوليس په سمدستي توګه د دغه مقدمې په اړوند څه نه دي ويلي.

پي ټي ایم تور پورې کوي چې د برون علاقې نه دلنواز نومي تن میاشت مخکې امنیتي ادارو اخستی او بیا د هغه مړی په داسې حال د ډیره اسماعېل کې د اوبو نالې نه ترلاسه شوې چې تشدد پرې شوی وو.

د ډیره اسماعیل خان پولیس وایي د پهاړپور سیمه کې د اوبو نهر نه د یو نا مالوم تن مړی د اپریل په 27 تر لاسه شوی وو چې وروسته يې پېژندګلو د دلنواز په نوم شوې چې د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی وو.

منظور پشتن دې پیښې ته په ټیوتر لیکلي وو په 2009م کې د دلنواز کورنۍ پینځه غړي وسله والو ته د قلنګ نه ورکولو په تور امنیتي ادارو وژلی هغه وخت دی په متحده عرب اماراتو کې مسافر وو.

هغه د عدم تشدد د لارې د انصاف تر لاسه کولو په لټه کې دوه ځله بې درکه کړی شوی او په دویم ځل په کلي کې یوه میاشت مخته د پیټرول پمپ نه پورته کړی شوې وو.

ریاستي ادارو په دې اده تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پي ټي ایم د جنوبي وزیرستان بل فعال رحمت شاه وویل دوی په سروکۍ سیمه کې د پوځ بریګیډ مخې احتجاجي پرلت وروسته له هغې کړی چې د علاقې یو تن د امنیتي ادارو لخوا بې درکه کولو وروسته د هغه مړي په ډیره اسماعېل خان کې د اوبو ناله ته غورځول شوی وو.

هغه وویل د احتجاج پرمهال پولیسو لخوا دوی ته په دغه پیښې کې ککړو کسانو پرضد د مقدمې درج کولو باور ورکړی شوی وو چې وروسته بیا دوی احتجاج ختم کړو.

د رحمت شاه په خبره هغه مقدمه اوس د دوی پرخلاف درج کړی شوې خو زیاته يې کړه د دې لارې دوی له خپل هدف څخه نشي په شا کولي. او د ناامنۍ او بې انصافي خلاف به د ايین او قانون په چوکاټ کې د دوی پرامنه مبارزه روانه وي.

وي او اې ډيوه په دې اړه د علاقې پولیسو مشر خانزیب مومند سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

د پولیسو مشر دفتر یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د اپریل په 28م دوی ته وویل شوي وو چې سروکۍ سیمه کې د منظور پشتین او تحصیل چیرمین شاه فیصل غازي په مشرۍ په لسګونو کسان سره د مړي د پوځ بریګیډ مخې ته احتجاج ته راغونډ شوي او د احتجاج پرمهال پوځ او ادارو پرخلاف يې شعارونه ورکول.

هغه وویل دغه علاقه سره د رابطه نه کېدو په وجه په دې نه دي خبر چې په مقدمه کې کوم نوعیت مادې شاملې کړی شوي دي.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG