لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ته کورونا وایرس ور پورې شوی


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د سیکرټري یا وزیر اینټني بلینکن د کورونا وایرس د ټیسټ نتیجه د شورو- چارشنبې په ورځ په مثبته راغلې او هغه په دې ناروغۍ اخته شوی دی ځکه چې وایي د دې ناروغۍ نرمې نخښې یې لرلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس چې هره ورځ له اینټني بلینکن سره ویني رسنیو ته وویل چې د ده ټیسټ منفي راغلی دی.

نیډ پرایس وایي د چین په اړه د ادارې د پالیسۍ هغه وینا چې تمه کېده اینټني بلینکنبه یې د اپرېل پر پینځمه وکړي بل وخت ته ځنډول شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې ښاغلي بلینکن له کورونا د ژغورنې وېکسین په بشپړه توګه لګولي وو او وروستی زورور ډوز یې هم اخیستی وو. وایي د نهې- سه شنبې په ورځ یې هم ټیسټ کړی وو خو منفي راغلی وو.

په بیان کې ویل شوي چې هغه له ډېرو ورځو راهیسې له ولسمشر جوبایډن سره مخامخ نه دي لیدلي ځکه نو هغه ته د دې وایرس ور پورې کېدو خطر نه شته:

"سیکرټري [بلینکن] به ځان په کور کې ګوښه کوي او خپل کار به په آنلاین بڼه کوي. هغه هیله من دی چې څومره ژر ممکنه وي بیرته خپل دفتر ته ستون شو او خپل کارونه او سفرونه په پوره توګه پیل کړي".

بلینکن د تېرې شنبې- خالي په ماښام د سپینې ماڼۍ له خوا په هغه مېلمستیا کې هم ګډون کړی وو چې د مشهورو خبریالانو او سیاستوالو په ګډون زرګونو خلکو پکې ګډون کړی وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیټ پرایس وایي، هغه کسان خبروي چې ځانونه له خلکو ګوښه کړي چې په تېرو څو ورځو کې اینټني بلینکن ته نیژدې شوي دي.

اینټني بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ د سویډن د بهرنیو چارو له وزیرې ان لینډې او د نهې- سه شنبې په ورځ د میکسیکو له خارجه وزیر مارسیلو ابرارډ سره هم لیدلي وو.

د میکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ابرارډ د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټویټر لیکلي چې د کورونا ټیسټ یې کړی او نتیجه یې منفي راغلې ځکه نو خپلو عادي کارونو ته دوام ورکوي.

خو د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې پر خپل ټویټر د کورونا د ټیسټ خبره نه ده کړې او د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې هم له ګڼ شمېر چارواکو سره د لیدو ټویټونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG