لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايي اېس پي ار: پوځ دې د سياسي خبرو څخه لرې وساتل شي


د پاکستان پوځ ويلي، هڅې کيږي چې پوځ سیاسي بحثونو ته راوستل شي، خو پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي. د پاکستان پوځ دغه خبره د تېرې يوې مودې نه پرله پسې تکراروي. پاکستان کې وخت په وخت دعوې کيږي چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي، خو پوځ تل دغه تورونه او دعوې رد کړي دي.

د سرکاري ميډيا (اې پي پي) ترمخه پوځ د اتوار/ يکشنې په ورځ (8 اپرېل) جاري کړي بيان کې ويلي، په وروستيو کې په ملک کې د پاکستان وسله وال پوځ او مشرانو، روانو سياسي خبرو ته راکاږلو هڅې روانې دي، سياسي مشرتابه، صحافيان، څيړونکي او په ټولنيزو رسنيو پرې خبرې روانې دي.

په بيان کې ويل شوي، چې ناتاييده، د سپکاوي، او راپاروونکي بيانونه سخت تاواني دي، هيله لرل کيږي چې ټول به قانون مني او پوځ به د ملک د ګټې په خاطر د سياسي بحثونو نه لرې ساتي.

هم په عېن حال کې د پاکستان تحریک انصاف د تېر حکومت وزیرې شيرين مزاري په ټويټر د پوځ نه پوښتنه کړې ده چې،

"اول د پي ټي ايي د بېرغ والا ګاډی کېنټ ته د تلو نه منع کړی شوی دی، او بيا په کېنټ کې د اې ار وايي ټي وي خپرونې د عمران خان د جلسې په وخت تړل شوي، د پوځ وياند دې سپيناوی وکړي، د رياستي ادارو نه پوښتنه کول جمهوري حق دی".

د پاکستان پوځ تېره مياشت هم د پوځ د 79th فارميشن کمانډرز د غونډې وروسته ويلي وو، "غونډې د پوځ خلاف د روانې پروپيګنډې جاج اخستلی چې ځينې طبقې لګيا دي پوځ بدناموي او مقصد يې د پوځ او ولس تر منځ بيلتون راوستل دي. قامي امنيت د هر څه نه مقدم دی. پوځ تل د رياستي ادارو د حفاظت د پاره دی او ورسره ولاړ دی".

پوځ هغه وخت هم د کوم خاص ګوند یا ډلې نوم نه وو اخستی خو د عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظم د څوکۍ څخه لرې کولو وروسته په ټولنيزو رسنيو د پوځ او په خاصه توګه د پوځ د مشر جنرل باجوه خلاف ځينې پوسټونه شوي وو.

تيره مياشت چې کله د عمران خان پرضد په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر رد کړی وو، هغه وخت د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د پاکستان يو ټي وي چېنل (هم نيوز) سره په خبرو کې ويلي وو، چې څه شوي دغه سياسي عمل، د دغو اقداماتو سره د پوځ هيڅ تعلق نه وو.

هغه ويلي وو، دا خبره حقيقت نه لري چې په دغو اقداماتو کې د پوځ خوښي شامله وه.

له دغې وړاندې چې به مخالفه ګوندونو (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) د عمران خان د حکومت پرضد لاريونونه او جلسې کولې په هغه وخت هم پوځ ويلي وو، چې پوځ د سياست سره هيڅ کار نه لري.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مخکني مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

او د پي ډي اېم په جلسو کې د پوځ او استخباراتي ادارې په اړه د بيانونو وروسته هم پوځ ويلي وو، په سياست کې کار نه لري او پوځ دې سياست ته نه راکاږل کيږي.

XS
SM
MD
LG