لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ځان ته د خطرې دعوې تکرار کړې، مریم نواز وایي که رښتیا ده ویډیو دې رامخې ته کړي


د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا خپلې هغه دعوې تکرار کړي چې ګنې د وژلو سازش یې روان دی او د سازش کوونکو نومونه یې په ویډیو کې محفوظ کړي چې د پاکستان خلک ورته انصاف وکړي.

عمران خان د پنجاب په فیصل آباد ښار کې جلسې ته په وینا کې ګډون کوونکو ته وویل: "که په ما باندې څه وشول، نو تاسو د پاکستان عوام به ما ته انصاف راکوئ."

پخواني وزیراعظم عمران خان د پنجاب په سیالکوټ کې هم یوې جلسې ته پخپل تقریر کې ویلي و چې د هغه د وژلو سازش د تړلو دروازو شا ته روان دی او د هغه سازش د په ډاګه کولو دپاره یې خپل ژوند کې یوه ویډیو ریکارډ کړې او په یو خوندي ځای کې یې ایښې ده چې په کې یې د سازش کوونکو نومونه په ډاګه کړي دي.

عمران خان دا خبره په داسې حال کې کړې چې خپل پلویان یې د روانې میاشتې په آخره کې د لوی لاریون یا لانګ مارچ دپاره اسلام آباد ته وربللي دي.

بل پلو ته سیاسي مخالفینو دا د عمران خان یو سیاسي چال بللی او ویلي یې دي چې د عمران خان په دعوو کې هیڅ حقیقت نشته.

د مسلم لیګ ن ګوند نائب صدرې مریم نواز شریف د پنجاب ګجرات ښار کې یوې جلسې ته وینا کې وویل، عمران خان "یو وارې جعلي لیک، بیا نړیوال سازش او اوس یې د خلکو د خواخوږۍ د ترلاسه کولو د پاره یو بل دروغ جوړ کړي چې د هغه ژوند ګني په خطر کې دی."

مریم نواز وویل چې خلک د عمران خان څخه د تېرو څلورو کلونو حساب غواړي. هغې زیاته کړه چې که چېرته عمران خان ته په رښتیا د ژوند خطره ده، نو ویډیو دې مخې ته راوړل شي، دوی ته به د شهباز شریف څخه زیات تحفظ ورکوي.

د اپرېل په میاشت کې د بې باورۍ تحریک په نتیجه کې د چوکۍ څخه د لېرې کېدو وروسته، پخواني وزیراعظم عمران خان دا ګام د هغوی په ضد یو سازش ګرځولی او د دې تور یې په امریکا او خپل په سیاسي مخالفینو لګولی و.

خو د عمران خان مخالفین چې اوس په حکومت کې دي، او امریکا، دا تورونه وار په وار رد کړي دي.

د تحریک انصاف مشران د پاکستان د الېکشن کمېشن څخه په هېواد کې ژر تر ژره د ټولټاکنو د کولو غوښتنې هم کوي او دعوې لري چې د واک څخه د دوی د لېرې کولو د سببه د هېواد اقتصاد ته اهم زیان رسېدلی چې اوسنی حکومت یې د بحاله کولو جوګه ندی.

بل پلو د اوسني حکومت وینا ده چې د ټاکنو څخه نه ېریږي، خو اوسني وخت کې تر ټولو لویه مسئله دا ده چې تېر حکومت د هېواد اقتصاد ته ډېر زیات زیان رسولی. ائتلافي حکومت په داسې حال کې د اقتصاد په حواله د سختو پرېکړو څخه هم ډډه کوي چې د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه یو ځل بیا د آی اېم اېف سره د قرضو په اړه خبرې کېدونکې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG