لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی


پاکستان کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (23 مې) نه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، د پوليو د مخنیوي پروګرام په خلکو غږ کړی د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو ټيمونو سره مرسته وکړي او ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

په پاکستان د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه د نن څخه پېلېدونکي پينځه ورځني کمپاين کې به د پينځه کالو نه د کم عمر 43.2 ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي او ورسره د وټامن اې قطرې هم ورکول کيږي.

د سرکاري خبر ترمخه درې لکه 40000 کارمندان به په دې کمپاين کې برخه اخلي او د کورونو په دروازو به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي.

پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو دا کمپاين په داسې وخت کې کیږي چې سږ کال په ملک کې د پوليو درې پېښې مخې ته راغلي دي.

پاکستان کې دا درې واړه پېښې په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلي دي، لومړۍ پېښه په 23 اپرېل، دوېمه په 29 اپرېل او درېمه روانه مياشت په 15 مې مخې ته راغلې وه.

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د شورو/ چهارشنبې په ورځ (18 مې) په اسلام اباد کې د پوليو په اړوند د نيشنل ټاسک فورس غونډه شوې او وزیراعظم ټينګار کړی چې د ملک څخه د پوليو د خاتمې دپاره دې ګډې هڅې وشي او زياته کړې يې ده په دغه لړ کې به مرکزي حکومت پوره پوره مرستې کوي.

نوموړي په دغه ورځ د پوليو ضد څاڅکو د کمپاين پرانسته هم کړې وه.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوي تفصيل ترمخه پاکستان کې دا وخت د پوليو په اړوند 11 ضلعې ډېرې د خطرې سره مخ دي.

ويل شوي په دغو ضلعو کې درې په بلوچستان، دوه په خېبرپښتونخوا او شپږ په سيند صوبه کې دي.

ويل شوي د پېښور 18، د کراچۍ اته، او د بلوچستان د قلعه عبدالله پينځه، د پشين درې او کوټې شپږ يونين کونسلونه ډېر د خطرې سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG