لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په پوځي چيک پوسته ځانمرګی بريد شوی


د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په یوه پوسته ځانمرګی برید شوی چې پکې دوه عسکر او دوه لاروي ماشومان ژوبل شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا ځانمرګې برید نن د ګل/ يکشنبې په ورځ (29 مې) د شمالي وزیرستان د رزمک سب ډویژن په دوسلي سيمه کې شوی دی.

د دوی په وینا یو ځانمرګي برید کوونکي د پوځي چیک پوسټ سره موټر سایکل په ټکر کړی چې پکې برید کوونکی په ځای وژل شوی، او په برید کې دوه عسکر بنارس او منصف ژوبل شوي دي.

د بريد له امله د چيک پوسټ مخې ته ولاړ ګاډي ته هم تاوان اوښتی دی.

پوليس دغه پېښه تاييد کړې او ویلي يې دي په پېښه کې د سکول دوه ماشومان هم معمولي ژوبل شوي دي.

په سیمه کې يو امنيتي چارواکي تاييد کړه، چې برید ځانمرګی وو او هدف یې امنیتي ځواکونو چیک پوسټ وو.

هغه وویل په برید کې ژوبل شوي عسکر روغتون ته وړل شوي او اضافي نفري د پېښې ځای ته رسېدلې او ټوله سیمه یې په ګیره کې اخستې ده.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.او نه د پاکستان پوځ يا حکومت د دې خبر خپرېدو پورې په دغه اړه څه ويلي دي.

په 14 مې هم د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی وو. پوځ په دغه پېښه کې د درې پوځيانو او درې ماشومانو د وژل کېدو ويلي وو.

او بیا په 23م مې په میرعلي کې وسله والو سره نښته کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي وو.

د دغه بریدونو بريد زمه واري هم چا نه وه منلې.

خو هغه وخت د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه بريدونه غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ترهګرو پرضد په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړې چې پکې د دغه د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي.

خو د علاقې پولیس وایي حالت په قابو کې دی او دکله نه چې دا سیمې په صوبه کې ورګډې کړی شوي حالت نور پکې ښه شوي دي.

په دې روانه د مې میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پینځه عسکر او 12 ځایي کسان، جنوبي وزیرستان کې یو د پوځ حوالدار، بنو جاني خېل کې یو دملیشاه ځواک عسکر او لکي مروت کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې سرچینې وایي د پاکستان د حکومت او لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان ترمېنځ په افغانستان کې دسولې خبرې روانې دي.

سرچینو ويلي پاکستاني چارواکو سره روانو مذاکراتو کې د قېديانو په خوشې کولو، قبایلي ضلعو نه د پوځ د څه برخې په ویستلو او ملاکنډ ډويژن کې د نظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه خواوې تر ډيره حده سلا شوي دي.

د سرچینو وینا ده چې د ټي ټي پي د خپلې تنظيمې نظام سره په بېرته راستنیدو، دقبايلي ضلعو په انضمام په ختمولو، د پوځ مکمله انخلا او د ډرون بريدونو په بشپړه ودرولو په اړه لا هم خبرې روانې دي.

دا خبرې يوازې سرچينو تايد کړي دي، د پاکستان حکومت او تخریک طالبان پاکستان په دې هکله لا هم څه نه دي ويلي.

د طالبانو سره د خبرو په اړه يوازې د پاکستان د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري ورستیو کې د امریکې خبري ادارې سي اېن اېن ټي وي ته ويلي وو دغه خبرې اترې د ډاډ وړ اشاره ده.

بل لور ته دملګرو ملتونو دامنیت شورا پخپل یو راپور کې وایي چې دن اقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان نزدې 4000 وسله وال د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې سره پیوست په سویل ختیز او ختیزو سیمو کې مېشت دي او دغلته یې دبهرنیو جنګیالیو یوه غټه ډله جوړه کړې ده. او خبرداری ورکړل شوی چې پاکستان کې دامن دروانو هڅو د بریالي کیدو امکانات تاریک دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG