د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې بیا د پاکستان پوځ په یوه پوسته وسله وال برید شوی چې پکې یو عسکر وژل شوی دی دا برید په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان تر مینځ خبرې روانې دي.
د پاکستان پوځ ويلي تېره شپه (3 جون) ناوخته ويلي، ترهګرو د شمالي وزيرستان منګړوتۍ سیمه کې د امنیتي عسکرو په پوسته بريد کړی دی.
د پوځ په بیان کې ويل شوي پوځ د ترهګرو برید ته کلک ځواب ویل شوی، خو په نښته کې د پاکستان پوځ یو عسکر 30 کلن سپاهي عمران خان وژل شوی، چې تعلق يې د بلوچستان جعفر اباد سیمې سره وو.
د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
تیره ورځ هم پوځ د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د یو عسکر په وسله وال برید کې د وژلو ویلی وو.
دا برید په داسې حال شوې چې پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د افغان طالبانو په کوربه توب یې د پاکستاني قبایلي مشرانو له یوه پلاوي سره يې دوه ورځنۍ خبرې اترې کړې دي، او د دغو خبرو وروسته ویل شوي د ټي ټي پي د بلې اعلاميې پورې به ډز بندي وي.
د پاکستان حکومت د ټي ټي پي سره خبرې کول تاييد کړي او د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مريم اورنګزېب ویلي، دا ټولې خبرې د ايين په دايره کې کيږي، او کله چې دا خبرې پای ته رسي حکومت به يې منظوري ورکوي.
د جرګې یو غړي اخونزاده چټان وي او اې ډيوه ته ویلي، د دويي جرګه غېر سرکاري وه خو د پېښور د کور کمانډر جنرل فېض په خوښه او خواهش جوړه شوې وه.
که څه هم د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې ویلي چې د ټي ټي پي سره خبرې د تېر کال اکتوبر د میاشتې نه پېل شوي، خو تېر کال د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د افغانستان سره په پوله پرتو قبايلو علاقو او خېبرپښتونخوا کې وسله وال بريدونه سېوا شوي وو.
او دغه خبره د پاکستان پوځ هم منلې وه. د پاکستان په امنيتي ادارو د زياتره بريدونو زمه واري ټي ټي پي منلې وه.
په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د شمېرو ترمخه د روان کال (2022) په لومړيو څلورو مياشتو کې د ترهګرو فعاليتونه سېوا شوي او په دې دوران کې د ترهګرۍ 97 پېښې رامنځ ته شوي چې پکې ګڼ شمېر امنيتي عسکر، عام وګړي او وسله وال وژلی شوي دي.
د يادې ادارې ترمخه د ترهګرۍ په 97 پېښو کې د امنيتې ځواکونو په ګډون 474 عام وګړي او وسله وال وژل شوي دي او نور 422 کسان ژوبل شوي دي.
او د پاکستان پوځ د اپريل په 14 مه ويلي وو چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې د وسله والو پرضد عملياتو کې 128 وسله وال وژل شوي او 270 نور نيولی شوي وو.