لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ته د افغانستان برآمدات زیات شوي، خو افغانستان ته د پاکستان برآمدات کم شوي


واشنګټن ــــ د پاکستان حکومت وایي په روان مالي کال کې یې افغانستان ته د خپلو مصنوعاتو لېږل یا برآمدات کم شوي خو وایي له افغانستانه درآمدات زیات شوي دي چې وایي له دې سره یې دوه اړخیز تجازت په لومړي ځل برابر شوی او دا د افغانستان په ګټه دی.

د وي او اې د رپوټ له مخې پاکستان خپله دوه اړخیزه همکاري تېزه کړې او په وچه کې پروت افغانستان لپاره یې له تجارت سره تړلي مراعات اعلان کړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري او اقتصادي بحرانونو په ختمولو کې مرسته وکړي.

په اسلام اباد کې د تجارت وزارت یوه ویاند وي او اې ته وویل، د روان مالي کال په یوولسو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان برآمدات یا صادرات- چې تېر کال تر 900 میلینه ډالرو زیات وو- شاوخوا 700 میلینه ډالرو ته را کښته شوي دي.

د تجارت وزارت ویاند وایي په برآمداتو کې د دې لوی بدلون وجه په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له خوا د افغانستان د کولې یا د ډبرو سکرو او "د ډېر ښه کیفیت" پنبې په اخیستلو کې زیاتوالی دی.

ویاند وایي په همدې موده کې له افغانستانه پاکستان ته درآمدات یا واردات- چې تېر کال 550 میلینه ډالره وو- تر 700 میلینه ډالرو زیات شوي دي.

د وي او اې د رپوټ له مخې افغانستان ته د پاکستاني مصنوعاتو برآمداتو د کمېدو وجه د طالبانو پر حکومت د امریکې او ملګرو ملتونو بندیزونه، د بېنکي چېنلونو نشتوالی، د ډالرو نه پیدا کېدل او د پاکستاني مصنوعاتو د غوښتلو کمی دی.

خو د پاکستان د تجارت وزارت ویاند وي او اې ته وویل چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اېشیا هېوادونو ته د پاکستان برآمدات په تېرو یوولسو میاشتو کې د تېر کال په همدې موده کې د 118 میلینه ډالرو په نسبت 70 فیصده زیات شوي او 202 میلینه ډالرو ته رسېدلي دي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ دا مهال پینځه لارې په بشپړه توګه فعالې دي، خو له دغو لارو پرته پاکستاني پوځ پر خپله شاوخوا 26 کیلومیټره ګډه پوله اغزن تار لګولی دی چې وایي مقصد یې یوې بلې خواته د ترهګرو د اوښتو مخه نیول دي.

خو د افغانستان تېر او اوسني حکومت د دې اغزن تار مخالفت کړی او وایي چې نه یواځې یې د پولې دواړو غاړو ته پرتو خلکو ته ستونځې جوړې کړې دي بلکې تجارت یې هم اغېزمن کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلی چارواکي وي او اې ته وویل، پر پوله د سختو انتظاماتو باوجود د افغان کډوالو په ګډون هره ورځ شاوخوا 30 زره کسان تر پولې یوې بلې خواته تګ راتګ کوي.

دغه چارواکی- چې مخامخ د افغانستان او پاکستان چارو پر مخ بیایي- وایي افغان تاجرانو ته یې اجازه ورکړې چې پاکستاني مصنوعات په پاکستاني کرنسۍ روپۍ باندې واخلي:

"موږ ازادي ورکړې چې د دوه اړخیز تجارت د پرمختګ په خاطر خپل هر شی پاکستان ته راوړي".

دغه چارواکی وایي د پاکستان حکومت پر پوله 44 ځایونه په نخښه کړي دي چې پلان لري هلته به نوې سرحدي لارې او دروازې جوړوي، وایي دا کار به له تجارتي هلو ځلو سره سره د عامو خلکو په تګ راتګ کې هم مرسته وکړي:

"موږ اراده لرو چې په هرو دوو یا درو میاشتو کې څو وړاندیز شوي دروازې خلاصې کړو. په دې اړه مو د افغان [طالبانو] له مشرانو سره خبرې کړې او هغوی ته مو ویلي چې د دغو دروازو د سمبالولو بندوبست وکړي، په دې توګه به دوی پوهېږي چې څوک ځي راځي".

طالبانو په وروستیو کې ویلي وو چې پاکستان ته یې د ډبرو د سکرو یا کولې برآمدات زیات کړي دي او محصولات یې ورباندې زیات کړي دي چې په دې توګه د بهرنیو مرستو په نشتوالي کې زیات ټیکسونه تر لاسه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ‌ پر ټویټر ولیکل چې د کانونو او پیټرولیم وزارت یې په تېره یوه اوونۍ کې پینځه میلینه ډالر تر لاسه کړي دي چې وایي په دغو کې 1.9 میلینه ډالر یې پر خامو تېلو ټیکسونه اخیستي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ډبرو سکرو یا کولې په برآمداتو باندې 44 میلینه ډالر محصولات اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG