لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: اشرف غني له هېواده میلینونه ډالر نه شاید نیزدې پینځه لکه ډالر یې وړي وو


واشنګټن ــــ د افغانستان د بیارغونې څارونکې امریکایي ادارې سیګار پخپل تازه رپوټ کې ویلي، هغه دعوې تر حد زیاتې ښکاري چې ګواکې مخکیني ولسمشر اشرف غني او د هغه سلاکارانو د تېر کال د اګست پر 15مه د کابل د سقوط پر وخت په میلینونو ډالر له ځانه سره وړي وو.

دا تورونه تر ټولو لومړی په کابل کې د روس سفارت له هېواده د اشرف غني او د هغه د سلاکارانو په دویمه ورځ د اګست پر 16مه لګولي وو او آر ای اې خبري ایجنسۍ ته یې ویلي وو چې اشرف غني څلور موټره او یو هیلیکاپټر له 169 میلینه ډالرو ډک کړي وو او له هېواده تللی وو.

له هغه وروسته بیا د تاجکستان لپاره د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم دا دعوه تکرار کړې وه، خو اشرف غني بیا څه کم یوه میاشت وروسته دغه تورونه رد کړي وو او په بشپړه توګه یې "بې بنیاده او دروغ" بللي وو.

خو اوس امریکایي ادارې سیګار پخپلو پلټنو کې ویلي چې امکان لري حقیقت تر دا منځ وي. د سیګار ځانګړي څارونکي جان سوپکو نن د جون پر اوومه په یو خط کې د امریکې کانګرس ته لیکلي:

"که څه هم سیګار معلومه کړه چې د صدارتي ماڼۍ له مځکې یو څه نغدې ور اخیستل شوې وې او دغو هیلیکاپټرو ته ور خېژول شوې وې، خو ثبوتونه ښیي چې دا تر یو میلین ډالرو زیاتې نه وې چې شاید پینځه لکه ډالرو ته نیژدې وې".

سیګار پخپل رپوټ کې ویلي داسې ګومان کېږي چې د دغو پیسو زیاته اندازه د تېر افغان حکومت د هغه عملیاتي بجټ برخه وه چې معمولاً د صدارتي ماڼۍ له خوا تر سره کېدل. ښاغلي جان سوپکو په رپوټ کې لیکلي:

"سیګار هغه مشکوک حالات هم په ګوته کړل چې پکې تقریباً نغد پینځه میلینه ډالر په ممکنه توګه په صدارتي ماڼۍ کې پاته شوي وو، د دغو پیسو اصلیت او مقصد معلوم نه دی خو داسې ګومان کېږي چې دا پیسې د صدارتي ماڼۍ ساتونکو د هیلیکاپټرو تر تګ وروسته او د طالبانو تر ور رسېدو مخکې سره وېشلې وې".

د سیګار په دې لنډمهاله رپوټ کې د اشرف غني څه سپیناوی او خبرې نه دي شاملې کړل شوې او وایي چې هغه لا په دې اړه د دوی یو لړ پوښتنو ته جوابونه نه دي ویلي.

مخکیني افغان چارواکي:

سیګار وایي تر 30 زیاتو مخکینیو افغان چارواکو- چې په مهمو دفترونو کې یې دندې لرلې- له دوی سره په خبرو کې ویلي چې د اګست پر پینځلسمه له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د تلو په وخت په لږ تر لږه درو هیلیکاپټرو کې سامانونه لږ وو.

رپوټ وایي یواځې د صدارتي ماڼۍ د ساتونکي ځواک پي پي ایس د مشر جنرل قهار کوچي په بکس او د ملي امنیت د مرستیال سلاکار رفیع فاضل په بکس کې یو څه نغدې وې چې اټکل کېږي څلور لکه 40 زره ډالره به وې، خو وایي‌ نورې نغدې پیسې خپله له چارواکو سره وې.

یوه مخکیني افغان چارواکي سیګار ته ویلي چې "هر یوه په خپل جېب کې له پینځه زره تر لس زره ډالرو پورې لرل او له هیچا سره هم په میلینونو ډالر نه وو".

سیګار وایي د یو افغان چارواکي دا اعتراف د ځینو مخکینیو افغان چارواکو له دعوو سره په ټکر کې دی، وایي مثلاً د ملي امنیت مخکیني سلاکار حمدالله محب د تېر کال په دسمبر کې سي بي ایس نیوز ته له کابله د پیسو د وړلو د تورونو په جواب کې ویلي وو چې "هیڅکله مو نه دي‌ وړې، موږ یواځې ځانونه وایستل".

حمید الله محب په تېره فرورۍ میاشت کې وي او اې ته ویلي وو، چې له سیګار سره په پلټنو کې همکاري کوي "ما خپل د بېنک اکاونټونه او د خپلې سرمایې په اړه تفصیل هم [سیګار ته] ورکړل".

سیګار وایي دوی پخپلو پلټنو کې په تاجکستان کې له افغان سفیر ظاهر اغبر څخه وغوښتل چې د خپلو دعوو په اړه ورته ثبوتونه وړاندې کړي خو وایي هغه په دې اړه څه ثبوتونه ور نه کړل.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې په څلورو هیلیکاپټرو کې چې درې یې د صدارتي ماڼۍ او یو د کابل له نړیوال هوایي ډګره ازبکستان ته روان شوی وه، د دومره پیسو وړلو امکان نه وو چې روس یې دعوه کړې وه.

د سیګار په رپوټ کې معلومه شوې چې په دغو هیلیکاپټرو کې د روس له دعوې سره سم 169 میلینه ډالر وړل څه چې د 54 سپرو کسانو لیږدول هم ورباندې درانه وو ځکه چې وایي ځینې هیلیکاپټر د اشرف غني د تحفظ په خاطر د مرمۍ ضد شوي وو. رپوټ وایي‌ دومره ډېر ډالر که د سلو بېنک نوټونه هم وي، وزن یې دوو ټنو ته رسیږي او په څلور هیلیکاپټرو کې وړل یې له امکانه لرې خبره ده.

د سیګار د رپوټ له مخې کوم پینځه لکه ډالر چې د اشرف غني د وتلو په وخت له صدارتي ماڼۍ وړل شوي وو هغه هم ډېر وخت له دوی سره پاته نه شول او د اعلی افغان چارواکو په وینا یو لک شل زره له ازبکستانه تر ابوظبۍ د چارټر الوتکې په کرایه ولګول شوې او پاته هغو 54 افغان چارواکو تر خپل منځ ووېشلې چې څو اوونۍ یې هلته په یو هوټل کې تېرې کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG