لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بټو د پیپلز ګوند غونډې ته: له ترهګرۍ سره تړلې ټولې پرېکړې باید په پارلیمان کې وشي


واشنګټن ـــ له ناقانونه اعلان شوې «ترهګرې ډلې» تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د روانو خبرو په ترڅ کې د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي چې له ترهګرۍ سره تړلې ټولې خبرې او پرېکړې بايد په پارليمان کې وشي.

بلاول بټو دا خبره د شنبې- خالي په ورځ په اسلام اباد کې په «زداري هاوس» کې د پیپلز ګوند په هغه ځانګړې غونډه کې کړې چې پکې د ترهګرۍ په روانو پېښو په ځانګړې توګه له ټي ټي پي سره د پاکستان د روانو خبرو په اړه پکې بحث شوی دی.

تر دې وړاندې د پښتنو ملتپاله ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ هم له ټي‌ ټي پي سره خبرو ته سخت غبرګون څرګند کړی او ویلي یې وو که چېرې دغه خبرې د پاکستان د ریاست له خوا کېږي او جرګه رياست کوي نو په رياست کې تر ټولو بالا پارلیمان دی، پکار ده د جرګې او ټولو خبرو تفصيل پارلیمان ته وړاندې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو پر څو موقعو دا ویلي چې دی په شخصي توګه له ترهګرۍ اغېزمن شوی او مور یې د پاکستان دوه ځله وزیراعظمه بې نظیر بټو د ترهګرۍ په پېښه کې وژل شوې ده.

بلاول غونډې ته ویلي ګوند به یې په حکومت کې له شاملو خپلو متحدینو مسلم لیګ ن او نورو سره خبرې کوي چې په همږغۍ سره د دې شخړ د حل او پرمختګ لاره لټوي. بلاول په یو ټویټ کې ویلي:

"پیپلز ګوند د ترهګرۍ پر مسئله په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ټي ټي اې [تحریک طالبان افغانستان] او ټي‌ ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] د پرمختګونو په رڼا کې د لوړې کچې غونډه وکړه. پیپلز ګوند په دې باور دی چې ټولې پرېکړې باید پارلیمان وکړي".

د آصف زرداري او بلاول بټو په مشرۍ د پیپلز ګوند په دې غونډه کې د ګوند مشرانو مخکیني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، د قومي اسمبلۍ سپیکر او مخکیني وزیراعظم راجه پرویز اشرف، د سیند وزیراعلی مراد علي شاه، سنېټرې شېري رحمان، خورشید شاه، اخندزاده چټان، فرحت الله بابر او نورو ګډون کړی دی.

له باجوړ سره تړاو لرونکی اخندزاده چټان هم په هغه پینځوس کسیزه جرګه کې شامل وو، چې د پاکستان په استازیتوب تېره اوونۍ کابل ته تللې وه او د طالبانو د حکومت په منځګړتوب یې له تحریک طالبان پاکستان سره دوه ورځنۍ خبرې کړې وې.

اخوندزاده چټان له کابله تر را ستنېدو وروسته د وي او اې همکار رحمان بونېري ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې کابل ته جرګه د پېښور د کور کمانډر او د ای ایس ای د مخکیني مشر فیض حمید په خوښه او سلا مشوره لېږل شوې وه.

پیپلز ګوند تر غونډې وروسته پخپل لنډ بیان کې ويلي دي، په غونډه کې د ګوند ټولو مشرانو پرېکړه وکړه چې له ترهګرۍ سره د تړلو هر ډول مسئلو په اړه "ټولې پرېکړې باید پارلمان وکړي او په دې اړه د پارلمان ملاتړ ولري".

څېړونکي وایي تر دې وړاندې هم څو واري له ټي ټي پي سره د پاکستان حکومت خبرې کړې دي خو ناکامه شوې دي ځکه چې وایي د سیاسي ګوندونو سلا مشوره پکې شامله نه وه.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وایي له تحریک طالبان پاکسان سره د خبرو لپاره د ټولو سياسي ګوندونو يوه ګډه تګلاره جوړول پکار دى خو وایي‌ ددې لپاره تر ټولو غوره ځای پارلمان دی. حق نواز خان د وي او اې ډیوه خبریال الیاس خان ته ویلي:

"په تېرو څورلس پينځلس کالو کې قام ته وويل شول چې ټي ټي پي د هيواد دښمنان دي او دوى د بې شمېره ترهګرو بريدونو پړه منلې ده، نو اوس ددې هر څه لپاره د خلکو ذهن تيارول دي او بل دا که دوى واپس راځي نو په کوم حيثيت به راځي".

حق نواز خان وایي که تر يو کوټلي پلان لاندې دا خبرې مخکې لاړې شي نو هله به کاميابه وي، ګنې نو وایي د پخوا په شان په وقتي توګه خو ډزبندي هم شوې ده خو دا خبرې به مخکې لاړې نه شي.

د افغان طالبانو حکومت له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسلام اباد او ټي ټي پي تر منځ د سولې خبرو ته موقع برابره کړې ده او وایي دوی غواړي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته خلک په امن ژوند وکړي.

تېره میاشت چې حکومت او تحریک طالبان پاکستان د خبرو په لومړي پړاو کې لنډمهالې ډزبندي وکړه د کابل د تېرې اوونۍ د خبرو په نتیجه کې دا ډزبندي تر نامعلومې مودې پورې وغزول شوه او د خبرو پر دوام یې اتفاق وکړ.

پيپلز ګوند د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف په حکومت کې هم له ټي ټي پي سره د خبرو مخالفت کړی وو او پوښتلي یې وو چې ولې پارليمان ته په دې اړه ډاډ نه دی ورکړل شوی. بلاول بټو هغه خبرې "د شهيدانو له وينو سره خيانت بللې وې".

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG