لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 کرکټ: پاکستان په درېمه سيالۍ کې هم وېسټ انډيز ته ماتې ورکړې


د پاکستان اووېسټ انډیز د کرکټ لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ سيالۍ درې واړه پاکستان ګټلي او سيريز يې پوره په خپل نوم کړی دی.

د پنجاب په ملتان کې ښار کې د پاکستان او وېسټ انډيز ترمنځ دغه سیالي تېر ماسخوتن ترسره شوې ده.

د سیريز په درېمه او وروستۍ سيالۍ کې پاکستان مېلمه لوبډلې ته په 53 رنزونو ماتې ورکړې ده.

پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټنګ کړی او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې په نهه لوبغاړو سوځېدو د 270 رنزونو هدف ورکړی وو.

په ځواب کې د وېسټ انډيز لوبډلې په 38م اوور کې 216 رنزونه جوړ کړه او ټول لوبغاړي يې اوټ شو.

له دې نه وړاندې په دوېمه سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې مېلمه لوبډلې ته په 120 رنزونو ماتې ورکړې وه.

او پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ سيالي په پينځه وکټو ګټلې وه.

په لومړۍ سيالۍ کې ويسټ انډيز 305 رنزونه جوړ کړي او پاکستانۍ لوبډلې ټاکلی هدف په وروستي 50م اوور کې په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو پوره کړی وو.

XS
SM
MD
LG