لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د امریکا سفير وایي غواړي د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې تر ټولو ښې وي


په پاکستان کې د امریکې سفير ویلي، د پاکستان او امریکا ترمنځ کاروبار، تجارت، صنعت او پانګونو ته به وده ورکړی شي، هغه دغه خبره د پاکستان د ونډو بازار ته د ورتګ په مهال کړې ده.

پاکستان کې د امریکا سفير ډونلډ بلوم نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [14 جون] په کراچۍ کې د پاکستان د ونډو بازار ته ورغلی، او د ونډو د بازار په روايتي ګهنټۍ يا ټلۍ وهلو سره يې د کاروباري ورځ پرانسته کړې ده.

د ونډو د بازار لخوا د امریکايي سفیر په اړه ويل شوي، نوموړي په دغه مهال وویل، د امریکا او پاکستان اړيکې چې د 75 کالو راهسې روانې دي، دوی غواړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیاوړې اقتصادي اړيکې تر ټولو ښې وي.

هغه زیاته کړې دغه اړيکې د وړاندې نه زياتې ډېرې مهمې دي.

د امريکايي سفارتخانې لخوا د سفیر د ورتګ په اړوند د دې خبر خپرېدو پورې کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان د ونډو د بازار مشر فرخ خان ويلي، دوی د امریکايي سفیر او د هغه د ټيم سره ګټورو مذاکراتو ته په تمه دي چې د پاکستان په کېپټل مارکيټ/ يا د پېسو په مارکيټ کې د امریکايي پانګه والو، ادارو او شخصياتو دپاره د زياتې خوښۍ موقعې ولټول شي.

هغه زياته کړې موجوده اقتصادي چېلنجونو باوجود چې نړیوال معيشيت په عمومي او د پاکستان معیشيت په خصوصي توګه اغېزمن کړی دلته بيا هم د اوږدې مودې د پانګونې دپاره د زیاتې ګټې امکانات موجود دي.

امریکايي سفير د پاکستان د ونډو بازار ته په داسې وخت کې ورغلی چې د پاکستان اقتصاد د چېلنجونو سره مخ دی او د ونډو بازار پرله پسې په ښکته روان دی.

د پاکستان د ونډو بازار چې نن په 14 جون د کاروبارۍ اوونۍ په دوېمه ورځ د 40879 پواينټونو يا درجو سره د سر 100 کمپنيانو کاروبار پېل کړی، د 11 نيمو بجو پورې پکې 212 پواينټونه راکم شوي خو وروسته ماسپښين په يوه نيمه بجه بيرته 40918 پواينټونو ته ختلی وو.

پرون د ونډو بازار 1134 پواينټونه راغورځېدلی وو او د ونډو په بازار کې لېن دېن کوونکو ويلي وو، حکومت په بجټ کې په وړه کچه سرمايه کارانو نوي ټيکسونه لګولي او بروکريج سيکټر يې هم په ټيکس نيټ کې راوستی، او نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف هم تراوسه د پاکستان سره بجټ نه دی منلۍ، او د انرجۍ د ګرانېدو ويل کيږي، چې له امله يې د ونډو بازار د مندۍ سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG