لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي امریکا یې په سفارتي توګه د رسمیت پېژندنې په مخ کې «تر ټولو لوی خنډ» ده


واشنګټن ــــ پر افغانستان واکمنو طالبانو تور پورې کړی چې وایي په نړیواله توګه د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو یا تسلیمولو کې امریکا خنډونه جوړ کړي دي. امریکې تر اوسه د دغه تور په جواب کې څه نه دي ویلي.

د تېر کال د اګست له پینځلسمې راهیسې لس میاشتې کېږي چې وسلوال طالبان پر افغانستان واکمن شوي او په لنډمهاله کابینه کې یې ټول سړي شامل دي- چې اکثریت یې پښتانه دي- خو لا یې هم حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پوښتنې په جواب کې چې آیا د دوی د حکومت پالیسۍ او که کوم بل هېواد د دې ذمه وار دی چې حکومت یې نړیوال جواز نه دی تر لاسه کړی. مجاهد د طالبانو په یوه وټسپ ګروپ کې د خبریالانو د پوښتنو په جواب کې وویل:

"تر کومه ځایه چې د بهرنیو هېوادونو له خوا زموږ د حکومت په رسمیت پېژندلو خبره ده، زه فکر کوم امریکا تر ټولو ستر خنډ ده، هغه [امریکا] نور هېوادونه په دې خوا تللو ته نه پرېږدي او خپله یې هم په دې طرف کوم ګام نه دی اخیستی".

امریکې تر اوسه د دغه تور په جواب کې څه نه دي ویلي خو د امریکې په ګډون روس، یورپي ټولنې او ملګرو ملتونو ویلي که طالبان بشري حقونو ته درناوی ونه لري او ټولشموله حکومت جوړ نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

ذبیح الله مجاهد دعوه وکړه چې طالبانو هغه "ټول شرایط" پوره کړي دي چې په بنیاد یې حکومت په سفارتي کچه په رسمیت وپېژندل شي.

مجاهد په ټینګار سره وویل، د امریکې په ګډون ټولو هېوادونو ته په دې پوهېدل پکار دي چې له طالبانو سره سیاسي ښکېلتیا "د هر چا په ګټه" ده، وایي دا کار به نړۍ ته دا موقع ورکړي چې پر هغو "ګیلو" ورسره رسمي‌ خبرې وکړي چې دوی یې له طالبانو لري.

ذبیح الله مجاهد په ټینګار سره وویل چې د دوحې د تړون په بنیاد د طالبانو مشران له امریکې سره "دوه اړخیزې ښې اړیکې" غواړي، وایي واشنګټن ته هم پکار ده چې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې ولري. مجاهد وایي:

"تر کومه وخته چې امریکې افغانستان نیولی وو موږ د یو بل دښمنان وو او له امریکې سره جنګېدلو، خو هغه جګړه اوس ختمه شوې ده".

په رسمیت نه پېژندنه:

د نړۍ هیڅ یوه هېواد چې د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی بنیادي سبب یې له ښځو او نجونو سره د هغوی سخت چلند ګڼل کېږي، خو ورسره نړۍ ورباندې د یو داسې پراخ حکومت د جوړولو ټینګار هم کوي چې د ښځو په ګډون د افغانستان ټول اړخونه او ډلې پکې استازیتوب ولري.

شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او د هغوی تعلیم یې ځنډولی دی، ورسره د دغو سکولونو ښځینه استادانې او په نورو حکومتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې هم له کارونو منع کړل شوې دي.

طالبانو د ښځو د چارو وزارت ختم کړی او پر ځای یې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت جوړ کړی، چې نه یواځې یې د ښځو ازادي محدوده کړې بلکې امر یې کړی چې ښځې به له کوره بهر مخ نه ښکاره کوي او تر اویا کیلومیټره زیات سفر به له کورني نارینه پرته نه کوي.

د افغانستان څنګلوریو او د سیمې هېوادونو هم له طالبانو په ټینګه غوښتي مخکې له دې چې دوی یې له حکومت سره په رسمي‌ اړیکو باندې فکر وکړي، هغوی دې پر ښځو لګولي بندیزونه لرې کړي.

د افغانستان لپاره د روس له استازي‌ ضمیر کابلوف څخه روانه اوونۍ خبریالانو وپوښتل چې آیا روس د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته نیژدې شوی که څنګه، هغه یې په جواب کې وویل:

"یو داسې ټولګډ حکومت چې د افغانستان ټول قومونه پکې سیاسي برخه ولري [د رسمیت پېژندنې] پر لور لومړی ګام دی، موږ دا خبره پټه نه ساتو او خپلو افغان سیالانو ته یې ښکاره کوو".

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو په ګډون د ډېرو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو هم د نجونو پر تعلیم بندیز او له ولسي ژونده د ښځو منع کول رد کړي دي.

د القاعده ډلې شته والی:

ملګرو ملتونو تېره میاشت پخپل یو رپوټ کې ویلي وو چې طالبان اوس هم له القاعده ډلې سره نیژدې اړیکې لري او وایي د دې ډلې د مشر ایمن الظواهري په ګډون نور مهم مشران یې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې اوسېږي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي نه القاعده او نه یې غړي دا مهال په افغانستان کې شته، وایي حکومت به یې هیچاته اجازه ور نه کړي چې د امریکې یا د هغې د اتحادیانو په ضد د افغانستان خاوره استعمال کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG