لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین پاکستان دوه اربه اؤ ۳۰کروړه ډالر په پور ورکړل


چین پاکستان ته دوه اربه اؤ ۳۰ کروړه ډالر په پور ورکړي دي اؤ دهیواد دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل وایي دغه پیسې دهیواد په دولتي بینک کې جمع کړل شوي دي.

چین دا پیسې په داسې حال کې پاکستان ته ورکړي دي چې دخزانې وزیر هیله ښایي ډیر زر به د نړیواله مالیاتي اداره هم پاکستان ته د شپږ اربو ډالرو د پور دپروګرام بل قسط جاري کړي.

دجمعې په ورځ دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل پخپل یو ټویټ کې پخلی کړی چې دچینایي کنسورشیم له لوري پاکستان ته دپور په مد کې دوه اربه اؤ ۳۰ کروړه ډالر ترلاسه شوي دي.

دخزانې وزیر ویلي چې دپاکستان اسټیټ بینک ته ددې رقم منتقل کیدو سره دهیواد دزر مبادلې ذخیرې سیوا شوې دي.

دچین دله لوري پاکستان ته دا پور دا پیسې په داسې حال کې ورکړل شوي چې څېړونکي وایي دپاکستان اقتصاد دسختو ستونزو سره مخ دی اؤ د زرمبادلې ذخیرې یې هم په ښکته راغلي دي.

د پاکستان دحکومت لخوا د چین بېنکونو نه د ۲.۳ اربو ډالرو دپور اخستو د لوظنامې اعلانولو وروسته، د روپۍ په قدر کې زیاتوالی راغلی او په تېرو دوه ورځو کې د پاکستاني کرنسۍ په مقابله کې یو امریکايي ډالر ۵ روپۍ کم شوی دی.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د زیار په ورځ مېډیا سره خبرو کې ویلي وؤ د حکومت لخوا د پېټرولیم مصنوعاتو پسر د ورکړل شویو حکومتي رعایتونو یا سبسېډیز بېرته اخستو له کبله ملک د دیوالیه کېدو نه بچ کړی شوی.

څېړونکي وایي که په راتلونکو څو ورځو کې دایم ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ دمامورینو په کچه تړون ترسره شي نو له هغې وروسته به دنړیوال بینک، ایشیایي پرمختیایي بینک اؤ اسلامک پرمختیایي بینک له لوري هم پاکستان سره دپیسو ورکړه راکړه پیل شي چې له امله به یې دپاکستان اقتصاد ته تر یو څه حده په پښو د ودریدو فرصت ترلاسه شي.

اوړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو کرنسیو بدلولو دتنظیم یا فارېکس اېسوسي اېشن مشر ملک بوستان وي او ای ډیوه ته وېلي وؤ پاکستان لپاره د ایي اېم اېف سره د قرض اخستو په سر تړون ډېر اهم دی او زیاته کړې یې وه چې د ایي اېم اېف سره د یو ملک څه قسم تړون سره د نورو هیوادونو او مالیاتي ادارو هم په هغه هیواد باور پېدا شي.

دنوموړي په وینا د چین بېنکونو هم ایي اېم اېف سره د تړون سر ته رسېدو د خبرونو وروسته پاکستان ته د قرض ورکولو اعلان کړی دی.

اسلام اباد کې یو په اقتصاد په پوهه خبریال مهتاب حېدر ډیوه ته ویلي د چین ترڅنګ سعودي عرب هم په دې نظر ساتي چې کله به ایي اېم اېف پاکستان ته د شپږ (۶) ارب ډالرو د تړون لاندې خواو شا یو (۱) ارب ډالره قرض ورکوي او زیاته کړې یې ده دوي تمه لري چې د ایي اېم اېف لخوا پاکستان ته دقرض دپېسو ورکولو اعلان سره به سعودي‌ عرب هم پاکستان ته نورې قرض پېسې ور کړي.‌

XS
SM
MD
LG