لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسیند ایالت ۱۴ؤ ضلعو کې نن بلدیاتې ټاکنې تر سره کیږي


پېښور _ د پاکستان دسیند ایالت په ۱۴ؤ ضلعو کې نن یکشنبه-اتوار د بلدیاتي ټاکنو وړومبي پړاؤ لپاره رایې ورکړل کیږي.

دالیکشن کمیشن دشمیرو تر مخه دې ټاکنو کې به یو کروړ،۱۸لکه،۹۲زره اؤ ۴۴۳ خپلې رایې ورکوي .

دالیکشن کمیشن شمیرې ښکاره کوي چې دسیند په ۱۴ؤ ضلعو کې کیدونکو دې ټاکنو کې ۲۱زره اؤ ۲۹۸کاندیدان برخه لري چې دې کې په ۸۸۷یونین کونسلونو کې دچئیرمین اؤ مرستیال چئیرمین په چوکیو ۳زره اؤ ۱۹۰ امیدواران برخه اخلي.

همداشان دعمومي ممبرانو یا جنرال کونسلر په درې زره اؤ ۵۴۸ چوکیو ۹زره اؤ ۷۴۴کاندیدان میدان ته راوتلي دي.

دالیکشن کمیشن دشمیرو له مخې دمیونسپل کمیټیو د ۳۵۴عمومي څوکیو لپاره ۲زره اؤ ۴۳۵کاندیدان مقابله کوي .

د بلدیاتي ټاکنو په دې پړاؤ کې دبیلابیلو سیمو نه یو زر اؤ یو کاندید پرته له سیالۍ بریالي ګرځول شوي دي.

دټولټاکنو دکمیشن وینا ده چې د رایې ورکولو په مهال به دڅه رقم بد وضعیت دمخنیوي په غرض دپوځ اؤ رینجرو ځواکونه په ټولو حلقو کې ګزمې کوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG