لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: په نښته کې دوه پاکستاني پوځيان او اووه وسله وال وژل شوي


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې پوځ ویلي دوه عسکر او ووه وسله وال وژل شوي دي.

پاکستان پوځ ويلي، وسله والو سره نښته د شمالي وزیرستان په غلام خان سیمه کې شوې ده. او د ډزو په تبادله کې د کرمې ضلعې پاړه چنار سیمې سره تړاو لرونکی 44 کلن حوالدار منیر حسین او د ډیره اسماعیل خان سیمې سره تړاو لرونکی 38 کلن حوالدار بابو خان په نوم د دوه عسکر پکې وژل شوي دی.

پوځ ویلي د ترهګرو برید ته پاکستاني پوځیانو هم غاښ ماتی ځواب ویلی او د امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې اووه ترهګر وژل شوي دي.

پوځ په بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوو ترهګرو له قبضې څخه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي دي خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو څخه نه ده تایید شوې.

د پوځ په بیان کې د وژل شوو ترهګرو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې. خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي عملیات د فلام تحصیل په سدګی سیمه کې وروسته له هغې شوی چې امنیتي ځواکونو ته د وسله والو کره استخبارتي مالومات تر لاسه شوي وو چې په سیمه کې د ترهګرۍ پلان جوړه وي.

سرچینو ویلي چې کله امنیتي ځواکونو د هغوي پرضد ګیره چاپیر کړه وسله والو پرې ناتاره ډزې پیل کړې.

سدګې د افغانستان پولې ته جوختې ته سیمه ده.

پوځ زیاته کړې چې په سیمه کې د لټون عملیات شروع کړی شوي دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او وايي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

تېره ورځ هم د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې ترهګرو سره په نښته کې یې د څلور ترهګرو د وژلو ویلي وو.

په شمالي وزیرستان حیدر خېل سیمه کې په 19 جون یو وسله وال برید کې د علاقې څلور تنکي ځوانان وژل شوي وو.

په اسلام اباد کې د فاټا ریسرچ سینټر مشر منصور مسید وایي د ناامنۍ زیاتې پیښې په شمالي وزیرستان کې کیږي خو د دغه بریدونو زمه داري کومه ډله په غاړه نه اخلي.

هغه وویل د دغه بریدونو نه ښکاري چې دغلته نورې وسله والې ډلې فعالې دي چې بریدونه ترسره کوي.

هغه وویل د حکومت او تحریک طالبان ترمینځ خبرو کې خنډ لیدل کیږي او که دا مزاکرات څه نتیجې ته نه رسي دې سره به د نا امنۍ پیښې نورې هم سیوا شي.

په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ جګړې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر مینځ راونه د خبرو پروسه تاو تریخ والي ښکار شوې. او پاکستاني طالبانو دحکومت اؤ پوځ هغه څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ ټي ټي پي سره به خبرې دپاکستان دایین په چوکاټ کې کولی شي.

ټي ټي پي پخپل یو تازه بیان کې په زغرده اعلان کړی دی چې هیڅکله دپاکستان هغه خودساخته ایین نه مني چې له مخې یې الهي شریعت تر اوسه قانون نه دی ګرځیدلی اؤ‌ د انسانانو رایې پکې دقانون جوړولو لپاره مهمه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG