لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ټي ايي د پنجاب د وزیراعلا د انتخاب پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې


پاکستان تحريک انصاف ګوند [پي ټي ايي] د لاهور هايکورټ هغه فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې چې پکې د لاهور هايکورټ نن د جمعې په ورځ د پنجاب وزیراعلا د انتخاب حکم کړی وو.

لاهور هايکوټ د پنجاب صوبې د وزير اعلا حمزه شهباز د منتخب کيدو د عمل په ضد د مخالفو ګوندونو خواستونه منظور کړي او د وزیر اعلا لخوا د اخستل شوو ووټونو نه د منحرفو یا اوښتو غړو له ووټونو ویستل کیدو وروسته یې بيا د هغه د ووټونو شمېرې لپاره يې نن د اسمبلۍ د غونډې بللو حکم کړی وو.

د تحریک انصاف فواد چودري ويلي، د لاهور د هايکورټ د فېصلې پرضد يې خواست کړی دی، او هيله لري چې سپريم کورټ به دغه بحران په نظر کې وساتي، نن به اورېدنه وکړي او د پنجاب د اسمبلۍ غونډه به ودروي.

د لاهور هايکورټ د فېصلې ترمخه که نن د جمعې په ورځ په پنجاب اسمبلۍ کې د رايو په شمېره کې حمزه شهباز شريف اکثريت ترلاسه نه کړو هغه به وزيراعلا پاتې نه شي.

د پنجاب د وزیراعلا ټاکل کېدو دپاره 186 رايې اخستل لازمي دي.

او که کوم امېدوار 186 ووټونه وانه خستل نو د ايين ترمخه د وزیراعلا د انتخاب دپاره به بيا رایې شماري کيږي.

په 16م اپرېل د مسلم ليګ ن ګوند حمزه شهباز 197 ووټونه اخستي او د پنجاب وزیراعلا منتخب شوی وو، د هغه په مقابله کې د مسلم ليګ ق چودري پروېز الهي ولاړ وو.

د پنجاب د وزيراعلا په انتخاب کې د تحریک انصاف څخه اوښتو غړو حمزه شهباز شريف ته ووټ ورکړی وو.

مسلم ليګ ن اوس هم دعوه کوي چې که د تحریک انصاف اوښتي غړي وويستل شي، نو په اسمبلۍ کې بيا هم د دوی سره 177 غړي دي.

پنجاب اسمبلي 371 غړي لري او د پي ټي ايي د اوښتو غړو نه علاوه اوس په اېوان کې ټول 346 غړي دي.

مسلم ليګ ن 146، تحریک انصاف 158، مسلم ليګ ق 10 او پيپلز ګوند اووه غړي لري، د دې نه علاوه څلور ازاد او نور غړي هم په اسمبلۍ کې دي.

XS
SM
MD
LG