لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: ملګري ملتونه خبر دي په افغانستان کې چې څه روان دي ښه نه دي خو بيا هم غلي دي


واشنګټن - د ملګرو ملتونو يو کورنی رپورټ په افغانستان کې د طالبانو د لاسه د روانو بشري حقونو د پايمالۍ په حقله ليکي چې طالبانو په ښځو او ماشومانو، د مېډيا په ادارو، د مدني ټولنې په کارمندانو او د بشري حقونو په تنظيونو زور جبر سېوا کړی او د هېواد تعليمي بڼه سخت دريځه مذهبي سوچ ته بدلوي.

په رپورټ کې په ډاکه کړل شوې نیزدې يو کال کيږي چې ملګرو ملتونو د طالبانو سره نیزدې اړيکې ساتلي خو ولې د بشري حقونو او د خوراک او تعليم په اړه يې پرې د نشت برابر اثر اچولی.

لس مياشتې کيږي طالبانو واک نيولی چې د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د طالبانو سره تش په نوم د امن لوظنامې په ترڅ کې قابض شوي او بيا د نوي ولسمشر جو بايډن د لوظنامې د شرطونو سره سم ټول امريکايي ځواکونه د افغانستان نه يو دم ويستلو ياد هېواد په تېزۍ سره په شا بوتللی.

طالبانو ډېر پرمختګونه چې په ټولنه، اقتصاد او سياسي ميدان کې په تېر شل کاله کې شوي وو نه يواځې ودرولي بلکې په شا تمبولي دي.

نړيوالو مرستندويه ادارو خپلې مالي مرستې د طالبانو په ځای نېغ په نېغه افغانانو ته د ورکولو پرېکړه کړې او ملګري ملتونه د ادارو په مرستو نظر ساتي خو وايي حالات ډېر کړکېچن دي او مرستندويه ادارو ته هم خپل کار سر ته د رسولو په لار کې مشکلات دي.

د افغانستان د مرستو د ادارې چارواکي وايي په سيمیيزه غير دولتي ادارو د طالبانو واک چليږي او اکثر مرستې خپلو پلويانو او د طالبانو وسله والو ته ورکول کيږي چې د جون د 22 نېټې په زلزله کې يې ښکاره مثالونه وليدل شول.

يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل په چا کې هم دومره توان نه شته چې د طالبانو د خوښې نه پرته کوم ګام واخلي.

ډاکټران او د بيړنیو حالاتو ماهرين تر ډېره حده د افغانستان نه وتلي او څوک چې پاتې دي د هغوی اکثريت طالبانو د دندو نه لرې کړي ځکه چې هغه د پخواني حکومت برخه پاتې شوي دي.

د افغانستان د صحت عامه يو پخواني چارواکي محمد حقمل په دې اړه وويل “دا په اصل کې وړو خلکو ته لوی کارونه پاتې شوي چې نه خو ورسره وسايل شته او نه د هغو خلکو خبرې اورېدو ته غوږ نيسي چې څوک په دې کار پوه دي. دوی هيڅ هم نه زده کوي. کار ډېر خراب دی.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي د طالبانو زورزياتي ښځې او ماشوان ډېر اغېزمن کړي چې د انتهايي لوږې او غربت سره مخ دي او زياتوي دوی هر قسم استحصال ته په ډاګه دي که څوک يې خرڅوي، په وړکوالي يې واده کوي، بدني مشقت ترې اخلي او که د کورني تشدد ښکار کيږي هيڅوک يې د تپوس نشته.

رپورټ ليکي طالبان ځينې سکولونه په ديني مدرسو بدلوي چې پکې د ماشومانو سره جينسي زياتي ممکن دي او دغه زده کونکي په مذهبي سخت درځۍ تربيه کيږي. طالبانو دې رپورټ ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو ته نزدې يو تن د نوم نه ښودلو په شرط وويل “طالبانو که د ټولو خلکو خيال ونه ساتلو نو د ځان د تباهۍ به پخپله ذمه وار وي. د طالبانو دښمن لوږه ده، وچکالي ده او ناامني ده. د خلکو خفګان به په غصه کې بدل شي او کچرې د ابادۍ يوه سلنه برخې هم ټوپک پورته کړو بيا به نور طالبان نه وي”.

بلخوا د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري وایي د طالبانو تګلارې او کارونه په خپله د دې سبب شوي چې په دوی باندې بندیزونه نه دي ختم شوي.

رینا امیري دا خبرې له بي بي سي سره پرون په یوه مرکه کې کړې دي. هغې وویل: "په طالبانو باندې چې کوم بندیزونه پر خپل حال پاتې دي دا ټول د طالبانو د تګلارو او عملونو په خاطر دي. څنګه چې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر څو ورځې مخکې وویل طالبانو ښځې له نظره پټې کړې دي او دا په نړۍ کې تر ټولو ظالم رژیم دی."

د امریکا دې ځانګړې استازې زیاته کړه، چې افغانې ښځې له جنسي توپیر سره مخ دي، وایي په هیڅ اسلامي هېواد کې له ښځو سره داسې چلند نه کېږي لکه طالبان یې چې ورسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG