لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکو په کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو ځانمرګي بريد کې تورن ککړ تن د نيولو دعوه کړې


د پاکستان د سيند صوبې حکومتي چارواکو او سي ټي ډي پوليس دعوه کړې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو د ځانمرګي بريد مرکزي تورن سهولت کار يې نيولی دی.

په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی چې پکې درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور وژل شوي وو.

د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [5 جولايي] د سيند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجيل مېمن د سي ټي ډي او رېنجرز ځواک د چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته ویلي، د ګل/دوشنبې په ورځ ناوخته سي ټي ډي د نورو ادارو په مرسته د کراچۍ په ماړي پور علاقه کې عملیات کړي دي.

هغه وويل، په عملیاتو کې د لاقانونه ګرځول شولې ډلې بلوچ لبرېشن فرنټ [بي اېل اېف] نومې تنظیم کمانډر داد بخش نيول شوی او د مېمن په خبره نيول شوي تن په لومړو پلټنو کې مهم معلومات شريک کړي دي.

د شرجيل مېمن په خبره داد بخش ویلي چې هغه د بلوچ لبرېشن فرنټ د کمانډر خېل بلوچ په حکم په کراچۍ پوهنتون کې د چيني استازانو او نورو هدفونو څارنه کړې وه.

د اطلاعاتو وزیر وويل، داد بخش د ځانمرګې بريد کوونکې شاري بلوچ، د هغې د خاوند هبېتان بلوچ او يو بل ترهګر زېب ته سره ليدلي، د دوی سره په رابطو کې وو او د حملې پورې يې ورسره همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړه په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو د ځانمرګي بريد مرکزي کردار زېب دی، څوک چې د ګاونډي ملک نه پاکستان نه ته راغلی وو.

خو شرجيل مېمن د ګاونډي ملک نوم ښکاره نه کړو او وې يې ويل مرکزي حکومت به دغه خبره د ګاونډي ملک سره شريکوي.

هغه وويل د دغو عملیاتو او لومړو پلټنو په اړه نور معلومات هم شريک کړل او زياته یې کړه ځینې خلک د بهرنيو هيوادونو په وېنا د چين پاکستان اقتصادي راهداري ناکامه کول غواړي، خو امنيتي ادارې به يې داسې کولو ته پرې نه ږدي.

د راپورونو ترمخه د سيند حکومت چارواکو د ګل په ورځ د چین د چارواکو سره هم ليدلي او هغو ته یې د دغو عملياتو په اړه احوال تېر کړی وو.

په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو د بريد وروسته چين د پاکستان نه په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو ترڅنګ چينايانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کړې وې.

په کراچۍ پوهنتون کې د ياد بريد وروسته په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې د بلوچ زده کوونکو د نيولو پېښې هم مخې ته راغلې او بلوچ زده کوونکو د دغو ګرفتارو پرضد بیا احتجاجي مظاهرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG