لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو پاکستان ته د برآمداتو په زیاتېدو د ډبرو سکرو بیې درېیم ځل زیاتې کړې دي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې د نغدو پیسو له کموالي سره مخ دی په تېره یوه میاشت کې یې په درېیم ځل د ډبرو سکرو یا کویلې بیې زیاتې کړې دي.

د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو او په نړیواله توګه د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدو له کبله اوس له افغانستان سره مخامخ بهرنۍ مرستې نه کېږي، ځکه نو طالبانو له خپلو معدني وسایلو د زیاتو ټیکسونو تر لاسه کولو لپاره پاکستان ته د کویلې لېږل زیات کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان د شنبې- خالي په ورځ وي او اې ته وویل چې په اوس وخت کې د یو ټن کویلې یا سکرو بیه 280 ډالره ده.

د جون میاشتې پر 28مه د طالبانو د خزانې وزارت د ډبرو سکرو بیه په هر ټن کې له 90 ډالرو څخه 200 ډالرو ته لوړه کړه. له دې سره سره د کسټم یا ګمرک محصولات هم 10 فیصده زیات کړای شول، چې د یو ټن پر سر پکې 30 فیصده زیاتوالی راغی.

د وي او اې د رپوټ له مخې د طالبانو د حکومت له خوا د ډبرو سکرو د بیو پر زیاتوالي باوجود هم د افغانستان کویله لا هم د نړیوال بازار په نسبت شاوخوا 40 فیصده ارزانه ده.

د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي، افغانستان هره ورځ شاوخوا 10 زره ټنه سکاره یا کویله پاکستان ته لېږي، هغه په ټینګار سره وویل چې حکومت یې د ډبرو سکاره پاکستان ته خپله نه لېږي بلکې پر شخصي افغان سوداګرو یې په افغانیو خرڅوي او بیا یې هغوی ګاونډيو هیوادونو ته لېږي.

برهان وي او اې ته وویل چې د افغانستان د ډبرو سکرو ټول 80 کانونه دي خو وایي دا مهال یواځې 17 یې فعاله دي چې کویله ترې را ایستل کېږي.

د طالبانو حکومت د افغانستان د ډبرو سکرو یا کویلې بیې وروسته له هغه پرله پسې زیاتې کړې چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره میاشت اعلان وکړ چې حکومت به یې له افغانستانه د کویلو درآمدات زیات کړي.

شهباز شریف ویلي وو چې د بهرنۍ کرنسۍ د خوندي کولو په خاطر به د افغانستان کویله د ډالرو پر ځای په روپیو اخلي، خو طالبانو تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې چې ګواکې پر پاکستان د ډبرو سکاره په روپیو خرڅوي.

په کابل کې د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې د ډبرو سکرو بیې د سیمه ییزو بازارونو له کتلو او د اوکراین د جګړې په نتیجه کې ځکه بدلې شوې چې وایي په نړۍ کې یې هم بیې پورته شوې دي.

د دوی په وینا د دې کار مقصد یې دا دی چې افغان سوداګر د امکان تر حده زیاته ګټه تر لاسه کړي او د دې کار مخه ونیسي چې د کویلې وړونکي پاکستاني سوداګر نورو لارو ته مخه کړي.

د وي او اې د رپوټ له مخې وزیراعظم شهباز شریف د کابینې یوې وروستۍ غونډې ته وویل، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو وروړل به یې له حکومت سره دا مرسته وکړي چې د کال تر 2.2 اربه ډالره زیات خوندي کړي.

د شهباز شریف حکومت له افغانستانه د زیاتې کویلې د اخیستلو پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې پر اوکراين د روس له يرغل وروسته په نړيوال بازار کې د ډبرو سکرو بيې لوړې شوې دي.

د رپوټونو له مخې پاکستان چې د سېمټو، فولادو او د چین جوړو د بجلۍ د مرکزونو د چلولو لپاره 70 فیصده کویله له جنوبي افریقې را غواړي دا مهال د انرجۍ له بحران سره مخ دی.

خو په وروستیو اوونیو کې د جنوبي افریقې د ډبرو سکرو بیه هم له دې کبله زیاته شوې ده چې یورپ یې غوښتنه زیاته کړې ده.

د وي او اې د رپوټ له مخې د ډبرو سکرو کمښت په پاکستان کې په ډبرو سکرو چلېدونکې کارخانې دې ته مجبوره کړې دي چې یا په ټیټه کچه خپل کار روان وساتي او یا د لنډې مودې لپاره خپلې کارخانې بندې کړي.

د طالبانو د حکومت لپاره پاکستان ته له لېږل کېدونکې کویلې څخه تر لاسه کېدونکي محصولات د ټیکسونو یوه مهمه سرچینه ده. شاوخوا یو کال مخکې چې طالبانو د افغانستان واک په دویم ځل تر لاسه کړ، د افغانستان پر بېنکي نظام بندیزونو او د بهرنیو مالي مرستو بندېدلو د دې جنګ ځپلي هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

د نړۍ هیڅ هیواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، چې لوی سبب یې د افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زدکړو پر حقونو د بندیزونو په اړه د نړیوالو اندېښنې دي.

رپوټونه وایي اسلام اباد د افغان وګړو لپاره د ویزو اخیستلو شرطونه نرم کړي او له افغانستانه پر ټولو ورتلونکو مصنوعاتو یې د کسټم ټول محصولات ختم کړي دي چې دوه اړخیز تجارت ورسره پرمختګ وکړي.

د یادونې وړ ده چې په اوس وخت کې هره ورځ دوولس ګنټې په سلګونو له کویلې ډکې لارۍ له افغانستانه پاکستان ته پر درو لارو تیرېږي، خو د پاکستان او طالبانو چارواکي نیت لري چې د ډبرو سکرو د زیاتو ټرکونو لپاره پر پوله نور ځایونه هم خلاص کړي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د تجارت وزارت د اعلی چارواکو یو پلاوی به نن افغانستان ته سفر وکړي چې د ډبرو سکرو د بیو د زیاتېدو پر موضوع ورسره خبرې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG