لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: د ضمني انتخاباتو په مهال د پي ټي ايي شهباز ګِل او څو نور غړي نيول شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې د ضمني انتخاباتو په مهال د پاکستان تحريک انصاف [پي ټي ايي] ګوند يو شهباز ګِل د وسلې ښکاره کولو او د اثر کارولو په تور نيول شوی دی، د پنجاب حکومتي چارواکو ويلي د پي ټي ايي نور غړي هم نيول شوي دي.

د پنجاب د کورنيو چارو وزير عطا تارړ ويلي شهباز ګِل د مظفرګړ د حلقه پي پي 272 کې د يو پولينګ سټېشن سره نزدې نيول شوی دی.

په هغه تور لګول شوی چې په ښکاره يې وسله ګرځوله او د شخصي ساتونکو د لارې يې په ووټرانو د اثرانداز کېدو هڅه کوله.

د نيولو نه لږ شېبه وړاندې شهباز ګِل په يو ټويټ کې ويلي وو، هغه د نیولو څخه نه ويريږي، د عمران خان سپاهي دی. ترهګرۍ له نه دی راغلی نيولو ته تيار دی.

د پي ټي ايي مشر عمران خان د شهباز ګِل د نيولو غندنه کړې ده.

د ګِل د نيولو نه وړاندې په لاهور او شيخوپوره کې هم د پي ټي ايي د غړو د نيولو ويل شوي وو.

د پنجاب د کورنيو چارو وزير عطا تارړ د پي ټي ايي د نيول شوو غړو عکسونه خپاره کړي او دعوه يې کړې وه چې دوی د امنيت خرابولو هڅه کوله.

تارړ د پي ټي ايي د غړو داسې عکسونه هم خپاره کړي چې وسله يې په لاس کې ده.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د پي ټي ايي د نورو غړو د نيولو هم غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG