لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبانو د مخکیني حکومت 160 عسکر او چارواکي وژلي.‌ طالبان: دا پروپیګنډه ده


واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې شوې دي او دې ډلې د تېر حکومت شاوخوا 160 کسان وژلي دي، خو طالبانو دا رپوټ رد کړی دی او له حقیقته لرې یې بللی دی. که څه هم طالبان د بشپړ امنیت راوستلو دعوه کوي خو یوناما وایي داعش ډلې د دوی په واکمنۍ کې 700 عام خلک وژلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرسته کوونکې ادارې «یوناما» پرون د جولای پر 20 خپل کلنی رپوټ خپور کړ، چې پکې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو لسو میاشتو کې د دې هېواد د خلکو بشري حقونو ته کتنه شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې د تېر کال د اګست له 15مې را وروسته د تشدد په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو وایي بیا هم پر ملکي وګړو بریدونه شوي دي.

یوناما خپل دغه رپوټ د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې په مهال وړاندې کړ او ژوره اندېښنه یې څرګنده کړه چې وایي د طالبانو په واکمنۍ کې تر اوسه پورې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي خو پکې لاس لرونکي کسان یې د قانون منګولو ته نه سپارل کېږي. د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې فیونا فرېزر رسنیو ته وویل:

"یوناما د 2021 کال له اګست راهیسې له بشري حقونو پراخې سرغړونې ریکارډ کړې دي، چې په هغوی کې له عدالت پرته وژنې، اذیتونه او ناوړه چلند، پر خپل سر د خلکو نیول او په بند کې ساتل شامل دي. موږ د دغو سرغړونو په اړه کافي پلټنې او له سرغړوونکو سره حساب نه دی لیدلی، معافیت لا وکمن دی او دا ډول سرغړونې روانې دي."

یوناما پخپل رپوټ‌ کې ویلي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د تېر حکومت غړو ته د عامې بخښنې اعلان کړی، خو وايي د بخښنې دغه فرمان سم نه دی عملي شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر وايي، د تېر کال د اګست له نیمايي بیا د روان کال د جون تر پینځلسمې د طالبانو په واکمنۍ کې د مخکیني حکومت 160 امنیتي عسکر او حکومتي چارواکي وژل شوي او 173 نور نیول شوي دي.

یوناما وایي په تېرو لسو میاشتو کې په بېلابېلو پېښو کې 2,106 ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې رپوټونه یې ریکارډ کړي دي.

وایي 700 وژل شوي او 1,406 ټپیان شوي دي چې وایي په دغو کې اکثر یې له مذهبي اقیلیتونو سره تړاو لري او پر دوی باندې د بریدونو ذمه وارۍ اکثر داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوټزل خبري غونډې ته وویل په کور د ښځو او نجونو کښېنول او له تعلیم او کاره بې برخې کول افغانستان له هغو مهمو مرستو محروموي چې د ملګرو ملتونو له خوا تر سره کېږي:

"زه له نړیوالې ټولنې هم غواړم د افغانستان خلک دې نه هېروي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له ډېرو مهمو چېلنجونو سره مخ دي، دغه هېواد اوس تر بل هر وخت زیات له اقتصادي، مالي او بشري بحرانونو سره مخ دی".

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر په رپوټ کې ټولې دعوې رد کړې دي او دا یې هسې پروپیګنډه بللې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د یوناما دغه رپوټ ناسم، غیر دقیق او د غلطو معلوماتو په بنیاد جوړ شوی دی.

ذبیح الله مجاهد وایي د دوی د بخښنې د اعلان په بنیاد د تېر حکومت "لسګونه زره پوځي، سیاسي او استخباراتي کارکوونکي په هېواد کې ارام او هوسا ژوند لري" او له هیڅ ډول ګواښ سره مخ نه دي:

"د هیواد د ټولو وګړو نارینه او ښځینه وو حقوق محفوظ دي او هیڅوک حق نه لري، چې د چا حق ضایع کړي، عدالتونه فعال دي او په ټولو برخو کې د خلکو ستونزې حل کوي".

یوناما پخپل رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حالت خرابولي 173 خبریالان او د رسنیو کار کوونکي اغېزمن کړي، چې وایي په دې کې 163 پیښې واکمنو [طالب] چارواکو ته منسوب دي.

یوناما وایي په دغه موده کې شپږ افغان خبریالان وژل شوي، 122 پخپل سر نیول شوي، له 58 خبریالانو سره ناوړه چلند شوی او 33 نور ګواښل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG