لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو ایچ او: نړۍ کې میلینونه کډوال د کمې روغتیايي پاملرنې له کبله له ناروغیو سره مخ دي


واشنګټن ـــــ په یوه نوې څېړنه کې هغه روغتیایي خطرونه، چېلنجونه او خنډونه په ګوته شوي چې هره ورځ په نړۍ کې په میلینونو کډوال د خرابې روغتیا له کبله ورسره مخ کیږي ځکه چې وایي په کوربه هیوادونو کې د دوی روغتیا ته د ځایي خلکو د روغتیا غوندې پام نه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شورو- چارشنبې په ورځ د کډوالو د روغتیا په اړه لومړنی نړیوال رپوټ خپور کړی او د دې ادارې عمومي مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس دا یو مهم رپوټ بللی چې وایي دا د نړۍ لپاره «د خطر ګنټۍ ده».

ښاغلي ټیډروس ګیبریوس وویل چې دغه رپوټ د کډوالو او د دوی په کوربه هیوادونو کې د پراخې ابادۍ د روغتیا ترمنځ لوی توپیر ښکاره کوي. هغه وویل:

"اکثره مهاجر کارکوونکي له کافي ټولنیز او روغتیایي حفاظت یا مسلکي روغتیایي اقداماتو پرته په ناپاکو، خطرناکو او سختو کارونو اخته دي او په عملي توګه له نړیوالو سروې ګانو او روغتیایي معلوماتو غایب دي، چې له کبله یې دوی د روغتیا د نظام او علاج په پلانونو کې نه ښکاري".

د ډبلیو ایچ او مشر وویل، په نړۍ کې یو ارب خلک یا په هرو اتو کسانو کې یو تن کډوال یا مهاجر دی. وایي دا شمېر پر زیاتېدو دی.

ښاغلي ټیډروس زیاته کړه چې په نړۍ کې زیاتېدونکې شخړې، موسمي بدلونونه، زیاتېدونکې نابرابري او د کورونا وبا غوندې نړیوالې ایمرجنسۍ یا بیړني حالات به نور خلک هم کډوالۍ ته اړ کړي.

هغه وایي د کډوالو له روغتیایي اړتیاوو اکثر په هغو هیوادونو کې مخ اړول کیږي یا ورته پام نه کیږي چې دوی ځنې تېرېږي یا پکې مېشت کېږي. ټیډروس ګیبریوس وویل:

"دوی [کډوال] له ډېرو خنډونو سره مخ دي، چې په هغوی د جیب خرڅ ختمېدل، توپیري چلند، بندي کېدل او خپل هېواد ته د شړلو ویره".

د ډبلیو ایچ او عمومي مشر وایي‌ اکثره هیوادونه د روغتیا داسې پالیسۍ لري چې د کډوالو علاج او روغتیایي خدمتونه هم پکې شامل دي، خو وایي ډېری یې یا اغېزمن نه دي او یا هم تر اوسه په اغېزمنه توګه نه دي عملي شوي.

په برتانیا کې مېشت افغان ډاکټر وحید ارین د هغو حالاتو یادونه کوي چې هغه او کورنۍ یې د 1980م د لسیزې په وروستیو کې په پاکستان کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کاوه. هغه وایي دوی د ملېریا او ټي بي‌ یا نري رنځ په ګډون له ډېرو ناروغیو سره مخ شوي:

"هغه حالات چې زه یې اوس د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کډوالو په کېمپونو کې وینم له هغو حالاتو سره ډېر توپیر نه لري چې زه ورسره مخ شوی یم، که څه هم موږ له بمونو خوندي وو، خو له بدني، ټولنیز او ذهني پلوه خوندي نه وو".

د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ټیډروس د هېوادونو پر حکومتونو او سازمانونو ږغ کړی چې د کډوالو او په نړۍ کې په حرکت خلکو د روغتیا د ساتنې او ودې لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG