لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي، له امریکایانو سره یې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو پرسر خبرې کړي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امیر خان متقي په مشرۍ طالب پلاوي له امریکايي استازو سره د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د خلاصولو په اړه خبرې کړي دي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د سرچینو د خولې ليکلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په کنګل شویو شتمنیو او اقتصادي بندیزونو شوو خبرو کې څه لږ ډېر پرمختګ شوی او د دواړو ترمنځه د بېنکي نظام په یوشمېر موضوعاتو ژور اختلافونه موجود دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د طالبانو د حکومت پلاوي یو ځل بیا د امریکا څخه د افغانستان د کنګل شوې پانګې خلاصولو غوښتنه کړې ده. څه که طالبانو ویلي چې دغه ناسته تیره ورځ د ازبیکستان مرکز تاشکند کې تر سره شوې ده. خو امریکا ددې خبرو پحقله څه نه دي ویلی

رویټرز خبري ایجنسۍ د سرچینو د خولې ليکلي چې د کنګل شوو شتمنیو او اقتصادي بندیزونو په اړه د دواړو ډلو تر منځ ژور اختلافونه موجود دي. امریکا غواړي په مرکزي بېنک کې دې سياسي ټاکنې ونه کړی شي خو طالبان دې ته اماده نه دي . د طالبانو وینا ده امریکا په افغانستان کې متوازي بېنکي نظام جوړول غواړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د تېری سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس کې د امریکا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمې ازادې کړي او پر دغه هیواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه لیري کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي چې دواړو لورو د کنګل شویو زېرمو ترڅنګ اقتصادي ثبات، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: "په ناسته کې چې د افغانستان بانک معین او تخنیکي استازې هم شامل وو د امریکا د خزانې وزارت له معین او تخنیکي ټیم سره ژور تخنیکي بحثونه ترسره کړل، او افغان پلاوي په ټینګار سره د افغانستان بانګ له کنګل شوي ریزرف څخه د معقولو دلایلو پر بنیاد دفاع او د خلاصون غوښتنه وکړه."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته،امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان بانک شاوخوا نهه اربه ډالره کنګل کړل.

د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پای کې چې نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ هم پکې ګډون ورلود،

نوموړي پر ټوېټر باندې په یو لړ خپرو کړیو پیغامونو کې ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره په خبرو کې یې افغان نجونو ته د زده کړې د حق په ورکولو باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلي ویسټ لیکلي: "تقریبا د ټولو هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل چې د متوسطه ښوونځیو او لېسو نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي او بې ځایه مخنیوی ونکړي".

د طالبانو حکومت په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه کنفرانس کې دوی ته د نړیوالې ټولنې له خوا پر شویو وړاندیزونو باندې جدي غور کوي.

د یادونې وړ ده چې نړیوالې ټولنې د طالبانو په رسمیت پېژندلو دپاره شرط ایښی چې په حکومت کې ټولو قومونو او لږکیو ته ځای ورکړي، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق ته درناوی ورکړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

د افغانستان ښځو د پاره د ملګرو ملتونو د ادارې غړې ايلېسن ډېويډین تېره ورځ ويلي دي چې په افغانستان کې د ښځو د پاره یوه ورځ تر بلې بده وي او نړۍ چې د طالبانو په اړه کومې اندېښنې لرلې نن هغه ويرې په سترګو ويني.

ايلېسن وايي 344 ورځې وشوې چې طالبانو واک نيولی او د اکثريت افغانو ښځو او جينکو د پاره هره ورځ د نوې بدبختۍ پيغام راوړي

د بخښنې نړيوال سازمان هم پرون په خپل نوي راپور چې په کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د مېرمنو او جینکو حالت ته کتنه شوې، د افغان مېرمنو د ژوند په اړه اندېښه ښودلې ده۔

دغه رپورټ چې د جولايي په 27مه خپور شوی، پکې ويل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبانو له خوا د د دوي د بشري حقونو د سرغړونو له امله اغېزمن شوی دی۔

سازمان په نړيواله ټولنه غږ کړی چې له طالبانو وغواړي چې د ښځو او جينکو حقونه خوندي کړي او درناوي ورته وښيي۔د طالبانو ترجمان وايي چې دغه راپور په بشپړ ډول د واقعيت څخه لرې دی او دپروپيګنډې بڼه لري، هغه وايي، په افغانستان کې د تېر وخت په پرتله اوس بشري او د مېرمنو حقونه زيات خوندي دي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG