پاکستان کې دبیلا بیلو سیاسي ګوندونو ایتلاف پاکستان ډيموکريټک مومنټ او مرکزي حکومت د زيارت په ورځ د ټاکنو کميشن څخه وغوښتل چې دتحريک انصاف لخوا بهر نه دترلاسه کړو غيرقانوني پيسو دقضيې په اړه دي خپله پريکړه زر تر زره واوروي.
اسلام اباد کې د واکمن ایتلاف له غونډې وروسته د پى ډى ايم مشر مولانا فضل رحمان ميډيا ته وويل چې ټاکنې به پخپل وخت کيږي او حکومت به خپله اییني موده سرته رسوي٠
خو د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان يو ځل بيا خپله غوښتنه تکرار کړې چې هيواد د موجوده ستونزو نه د ویستلو يوازینۍ د حل لار نوې ټولټاکنې دي، او نوی اليکشن کميشن دې جوړ کړی شي چې د ټولو پرې باور وي.
دعمران خان دې غوښتنو ته ځواب کې دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثنا الله ويلي چې دوئ د ټاکنو څخه نه ويريږى خو عمران خان دی وړومبی د خيبر پختونخوا او پنجاب صوبو اسمبلۍ ماتې کړي.
مولانا فضل الرحمان ویلي دپي ډي ایم مشرانو ترسره شوې غونډه کې دهیواد په سیاسي وضعیت سنجیدګۍ سره غور کړی دی اؤ په ګډه یې پرېکړه کړې ده چې حکومت به خپله اییني موده سرته رسوي اؤ ټولټاکنې به پخپل وخت کیږي.
هغه وویل غونډه کې دیو قرارداد له لارې دمرکزي حکومت نه غوښتنه شوې ده چې دفل کورټ دلارې دې دایین د 63A مادې دتشریح لپاره ریفرنس سپریم کورټ ته ولیږل شي.
هغه وویل ایین کې دهرې ادارې صلاحیتونه ټاکل شوي دي خو دسپریم کورټ اوسنۍ پرېکړې هیواد کې سیاسي اړی ګړی اؤ بحران راپورته کړی دی اؤ همدا بحران په هیواد کې دمعاشي بحران لامل ګرځي.
په دغه موقعه دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز دالیکشن کمیشن نه غوښتنه کړې ده چې دتحریک انصاف ګوند بهر نه دترلاسه کړو پیسو دقضیې پرېکړه دې زر تر زره واوروي ګنې که داسې ونه کړينو بیا به په مشاورت سره د الیکشن کمیشن مخې ته احتجاجي پرلت ماتولی شي.
هغې دپاکستان په عدلیې سختې نیوکې کړي اؤ ویلي دي چې د نیازبین (عمران خان) نا زولو لپاره دایین یوه تشریح کوي اؤ د نواز شریف لپاره بله.
مریم نواز وویل د سپریم کورټ د وروستۍ پرېکړې سره دانصاف وژنه شوې ده اؤ په ډاګه کړې یې ده چې دوئ به غیر اییني فیصلو ته سرونه ټیټ نه کړي.
بل لوري ته دحکومت مخالف پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران پخپل یو بیان کې ویلي دا مهال چې پاکستان دکوم صورتحال سره مخ شوی ددې ذمه وار زردارۍ اؤ د شریف کورنۍ ده اؤ دموجوده ستونزو دحل یوازینۍ لاره داده چې دټولټاکنو یو نوی کمیشن وټاکل شي اؤ هیواد کې روڼ انده انتخابات ترسره شي.
خو دکورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله بیا دعمران خان دې غوښتنو ته خپل غبرګون کې ویلي چې حکومت دانتخاباتو نه کله هم نه ویریږي خو تر انتخاباتو وړاندې باید تحریک انصاف ګوند دپنجاب اؤ خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم ړنګې کړي.
پاکستان کې سیاسي صورتحال وروسته له هغې زیات تاؤجن شوی چې روانه اوونۍ دسپریم کورټ دمشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه بینچ دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې پرضد داپوزیشن ډلې قضیه کې دحکومتي ایتلاف لخوا دفل کورټ جوړولو غوښتنه رد کړه اؤ په پنجاب کې یې دحکومتي ایتلاف دحکومت په ختمولو داپوزیشن امیدوار پرویز الهي د وزیراعلا په توګه اعلان کړو .
دحکومتي ایتلاف مشرانو دسپریم کورټ له دغې پرېکړې وروسته عدلیه دمخالف ګوند تحریک انصاف په خواخوږۍ تورنه کړې ده اؤ اوړمه ورځ دپاکستان قامي اسمبلۍ دججانو داختیاراتو راکمولو لپاره عدلیه کې داصلاحاتو کولو په غرض دیوې پارلیماني کمیټۍ دجوړولو قرارداد هم منظور کړی ؤ.