لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتوني ګوټېريش اسلام اباد ته رسېدلی په نړیواله ټولنه يې د پاکستان سره د مرستو غږ کړی


د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوټېريش اسلام اباد ته رسېدلي، نوموړي په نړيواله ټولنه غږ کړی چې د ويجاړوونکي سېلاب سره مخ پاکستان سره مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوټېريش په ټويټر ويلي،

"پاکستان ته را رسېدلی يم چې دلته د ويجاړوونکو سېلابونو وروسته د پاکستان د خلکو سره د يو والي څرګندونه وکړم. زه په پراخه کچه د نړيوالې ټولنې نه د مرستو غوښته کوم ځکه چې پاکستان دغه موسمياتي تباهۍ ته د ځواب ورکولو په حال کې دی".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د بهرنيو چارو وزير مملک حنا رباني کهر د انتونيو ګوټېريش هر کلی کړی او ويلي يې دي نوموړی به دوه ورځې په نهم او لسم ستمبر په پاکستان کې وي.

د ملګرو ملتونو مشر په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په پاکستان کې د جون د مياشتې راهسې په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې تراوسه پورې لږ تر لږه 1391 کسان مړه شوي چې پکې 496 ماشومان، 616 ښځې او 279 سړي شامل دي.

پاکستاني چارواکي وايي بارانونو او سېلابونو 33 ملينه خلک اغېزمن کړي او د لس اربه ډالرو پورې تاوان اوښتو دعوه کوي.

ملګرو ملتونو د وړاندې نه د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 160 ملينه ډالرو د مرستو غږ کړی او د صحت نړيوال پروګرام ويلي چې په پاکستان کې 6.4 ملينه سېلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عاصم افتخار پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [8 ستمبر] اوونيزه خبري غونډه کې ويلي، د ملګرو ملتونو مشر به د وزیراعظم، د بهرنيو چارو وزیر او نورو چارواکو سره ويني، د بلوچستان او سيند صوبې د سېلاب ځپلو سيمو سفر به کوي او د خلکو سره به ويني.

نوموړي زیاته کړې پاکستان ګڼي چې د ملګرو ملتونو د مشر د لارې نړۍ خبر کړي چې پاکستان د سېلابونو د کوم ډول تباهۍ او چېلنجونو سره مخ دی.

هغه ویلي، پاکستان به د ملګرو ملتونو مشر ته به د موسمي بدلون د ويروونکو اغېزو سره په غټه کچه د قدرتي افتونو په اړه احوال هم وړاندې کولی شي.

نوموړي زياته کړې د دوست او همکارو هېوادونو چين، فرانس، اردن، قطر، ترکي، ترکمانستان، متحده عرب اماراتو، يونيسف، يو اېن اېچ سي ار، ازبکستان او د صحت نړیوال پروګرام لخوا تراوسه پورې د بشري مرستو 50 الوتکې پاکستان ته رارسېدلي دي.

د دې ترڅنګ امریکې د پاکستان سره د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 31 ملينه ډالرو پورې د مرستو ورکولو اعلان کړی او د امریکا سېنټکام ويلي يوه پوځي ډله به اسلام اباد ته ليږي چې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو اروزنه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG