لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا د وزير عاطف خان نه ټي ټي پي 80 لکه روپۍ قلنګ غوښتی


نا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان د خېبر پښتونخوا د خوراک او لوبو وزير عاطف خان نه د 80 لکه روپو د قلنګ غوښتنه کړې ده، صوبايي وزیرد خط تاييد کړی او ويلي يې دي چې اړونده ادارې يې په دغه خط خبر کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د لوبو او خوراک وزير عاطف خان پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [19 اکتوبر] مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، خط ورته ترلاسه شوی څنګه چې نورو خلکو ته دغه رنګ خطونه راغلي دي او اړونده ادارې يې خبر کړي په هغې کارروايي کيږي.

هغه ويلي په نور چا نه دی خبر چې بل چاته هم دغه خط راغلی دی کنه نه دی راغلی خو هغه په ښکاره ويلي دي چې دا مسله شتون لري.

خو وروسته په پاکستانۍ ميډیا د تحریک طالبان پاکستان لخوا داسې خبرونه خپاره شوي چې ټي ټي پي ویلي دا خط نه دی لېږلی، خو ياد خط چې په ټولنيزو رسنیو هم خپور شوی د ټي ټي پي په پاڼه ليکل شوی دی.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، د عاطف خان نه علاوه د تحریک انصاف د نورو غړو نه هم د قلنګ غوښتنې شوي دي.

څيړونکي وايي که څه هم ټي ټي پي دغه خط ردوي خو په ټي ټي پي کې دننه داسې ډلې شتون لري چې په خپل سر د خلکو نه د قلنګ غوښتنه کوي.

بل لور ته د صوبايي حکومت وياند بېرسټر سېف ويلي دي چې د خېبر پښتونخوا حکومت به کله هم د قلنګ غوښتني ونه زغمي او که کوم يو کس ته هم دا ډول خط يا ټېليفون راځي بايد چې ادارې پرې خبرکړي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک ويلي د اسمبلۍ یو شمېر غړو ته د قلنګ یا بهتې لپاره ټيليفونونه شوي دي خو د صوبې وزیراعلا محمود خان پرې خاموشه دی او دا د افسوس وړ خبره ده.

د نوموړي په وينا صوبايي حکومت د وسله والو پرضد د کارروايۍ کولو په ځای هغوي ته قلنګونه ورکوي او اوس د صوبې حالات تر دې حده رارسېدلي دي چې هيڅوک خپل سر او مال خوندي نه ګڼي، کاروباريان دا صوبه پريږدي او پنجاب ته خپل کاروبارونه منتقل کوي.

په خېبرپښتونخوا کې له دې وړاندې هم د تحریک انصاف په حکومتي وزیرانو د قلنګ ورکولو تورونه لګيدلي، صوبايي حکومت دغه تورونه رد کړي د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا منلې وه چې وزيرانو ته ګواښونه کيږي.

د خېبرپښتونخوا په سوات سيمه کې د اګست د میاشتې راهسې د وسله والو ښکاره کېدو او بيا د ستمبر په میاشت کې یادې ډلې په رسمي ډول د بريدونو او پېښې زمه وارۍ منل پېل کړې وې باوجود د دې چې د ټي ټي پي ډز بندي روانه ده.

په عېن حال کې د سوات پشمول بونير، شانګله او صوبې په نورو سيمو کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره د احتجاجونو لړۍ پېل شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د ژمي په موسم کې د پېښور د ګنټه ګر ذائقه داره کبان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG