لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې یوې افغانې جوړې پر یو امریکایي پوځي د افغانې ماشومې د تښتولو تور لګولی


واشنګټن ـــــ یوې افغانې جوړې چې د تېر کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په وخت له افغانستانه امریکې ته راغلې د امریکې د سمندري ځواکونو پر یو پوځي او د هغه پر مېرمنې په عدالت کې تور لګولی چې د دوی وړه ماشومه یې تښتولې ده.

دغه ماشومه دوه کاله مخکې په افغانستان کې په هغو خاورو خځلو کې موندل شوې وه چې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې یې مور پلار او پینځه خویندې وروڼه وژل شوي وو.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په یو پوځي روغتون کې تر څو میاشتو علاج وروسته یوې نوې واده شوې جوړې دغه ماشومه له ځانه سره وړې وه او ساتله یې، نړیوالې مرستندویه ادارې سره صلیب او افغان چارواکو دغه جوړه د دې ماشومې خپلوان بللي.

خو د امریکې د فیډرل عدالت د معلوماتو له مخې د امریکې د سمندري ځواک یو افسر- چې له دغې افغانې جوړې ناخبره وو- او د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې په دنده ګومارل شوی وو هغه وخت له دغې ماشومې خبر شو چې هغه لا په روغتون کې بستر وه.

دغه امریکایي افسر چې له خپلې مېرمنې سره له افغانستانه د امریکې ویرجینیا ته را ستون شو، دا یې یوه مجبوري وګڼله چې دغه ماشومه په لورګلوۍ ونیسي او دغه کار یې د عیسایي عقیدې له مخې ښه کار وباله.

دغه ماشومه چې اوس درې نیم کلنه او د امریکې په یو مرکز کې ده د امریکایي افسر او افغانې جوړې تر منځ په څلورو مقدمو کې ښکېله ده، دې پېښې د امریکې د دفاع، انصاف او بهرنیو چارو وزارتونو پام ور اړولی، چې مخکې یې ویلي وو د بل هېواد د وګړي د وړلو هڅه پوځي او بهرنۍ اړیکې زیانمنولای شي.

د امریکې د سمندري ځواکونو او فیډرل چارواکو تر اوسه د عدالت د دې ریکارډ په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانې کورنۍ له امریکایي عدالته غوښتي چې په افغانستان کې د دوی د کورنۍ په اړه د اندېښنو له کبله دې د دوی پېژندنه پټه وساتي، خو له اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ سره د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبرو ته حاضره شوې ده.

چارواکو په داسې وخت چې د ماشومې په افغانو خپلوانو پسې پلټنه کوله، د امریکایي افسر جوشوا مست په استازیتوب د هغه ورور ریچرډ مست د ویرجینیا یوه عدالت ته وویل چې دغه ماشومه "د جګړې بې هېواده یتیمه" وه.

د امریکایي افسر ورور عدالت ته په ډاډ سره ویلي وو چې مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني پخپله پلان درلود چې د عدالتي معافیت په نوم یو سند په څو ورځو کې لاسلیک کړي، د عدالت قاضي ورسره منلې او نجلۍ یې افسر مست او د هغه مېرمنې سټیفېني مست ته سپارلې او د زېږېدنې په اسنادو کې یې دوی د هغې سرپرستان نومولي دي.

خو عدالت ته د اشرف غني لاسلیک شوی داسې هیڅ سند نه دی رسېدلی او د هغه یوه سلاکار د روانې میاشتې په پیل کې اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، په دې اړه د خبرو هیڅ ریکارډ نه شته، وایي دا ډول غوښتنه باید د عدالت له لارې وشي چې هغه نه ده شوې او د اسلامي اصولو له مخې یو غیرمسلمان تن نه شي کولای افغان ماشومان د اولاد په توګه خپل کړي.

د عدالتي ریکارډ له مخې د هغو اسنادو په بنیاد چې امریکایي افسر او مېرمن یې د افغانې ماشومې سرپرستان ښوولي، هغوی د ویرجینیا له عدالته غوښتي د امریکې حکومت ته دې اجازه نه ورکوي چې ماشومه افغانې جوړې ته وسپاري.

خو د امریکې د انصاف ادارې وکیلانو په مقدمه کې مداخله کړې او ویلي یې دي چې د ویرجینیا د عدالت له خوا د ماشومې دا ډول «خپلول» یا په لورولۍ نیول "اعتبار نه لري". قاضي له مداخلې انکار وکړ او ماشومه یې خپلو خپلوانو ته وسپارله.

افغانه جوړه چې وایي دوی نه پوهېدل د امریکې په عدالتونو کې څه روان دي، د اووه میاشتنۍ ماشومې په لیدو یې تر سترګو د خوشالۍ اوښکې را وڅڅېدې. دغه افغان ځوان وایي:

"موږ هیڅ فکر نه کاوه چې هغه به بیرته ژوندۍ خپلې کورنۍ ته را ستنه شي، دا زموږ په ژوند کې یوه ښه ورځ وه".

دغه افغانه جوړه وایي په را وروسته دوو کلونو کې دوی دغه ماشومه د خپلې کورنۍ د غړې په توګه له اسلامي عقیدې سره سم وساتله. دغې افغانې ښځې- چې د انګرېزي په ګډون درې ژبې وایي- خپلو زدکړو ته دوام ورکړ او خاوند یې په یوه روغتیایي دفتر کې کار کاوه او دواړه له ماشومې سره له مینې ډک لومړي کلونه یادوي. دغه افغانه ښځه وایي:

"هغې [زموږ نومولې لور] به تل خپلې نوې جامې را ښکاره کولې او هره اوونۍ به یې لاسونه سره کول، ما به چې کله سینګار کاوه یا به مې وېښتان ږمنځول هغې ته یې خوند ورکاوه چې دا کار راته وکړي".

د عدالتي معلوماتو له مخې که څه هم دغه ماشومه په افغانستان کې پاته شوه، خو جوشوا او د هغې مېرمنې سټیفېني مست دې غټېدونکې ماشومې ته د امریکې په عدالت کې خپل لوېدیځ نوم ورکړی وو، په لورولۍ د هغې د منلو بهیر یې بشپړ کړی وو، د دفاع وزارت د روغتیا په سیسټم کې یې شامله کړې وه او حتی د ماشومانو یو ډاکټر ته یې د هغې د ور ښکاره کولو وخت هم اخیستی وو.

د عدالت د ریکارډ له مخې امریکايي افسر د خبرو اترو په وسیله له افغان جوړې سره په اړیکه کې وو او هغوی ته یې وړاندیز کړی وو چې ماشومه د علاج لپاره امریکې ته راوړي، خو هغوی ورته ویلي وو چې دا سفر ډېر ګران دی.

خو دا هر څه د تېر کال په اوړي کې په بیړه هغه وخت بدل شول چې امریکایي ځواکونه په بیړه له افغانستانه ووتل او د عدالت د معلوماتو له مخې افسر مست افغان جوړې ته وړاندیز وکړ چې له ماشومې سره امریکا ته ورشي او هغوی ورسره ومنل.

کله چې دغه ستومانه افغانه جوړه له زرګونو نورو افغانانو سره د واشنګټن ډي سي هوایي ډګر ته ورسېده، نو د دوی په وینا امریکایي افسر دوی د نړیوالو مسافرو له کتاره و ایستل او یوه څارونکي افسر ته یې وروستل. وایي دوی ډېر حیران شول چې هغه د ماشومې افغان پاسپورټ ور ښکاره کړ، خو دوی هغه وخت ساړه ودرېدل چې پر پاسپورټ یې د ماشومې وروستی نوم "مست" ولید.

وایي دوی نه پوهېدل چې ډېر ژر به خپله ماشومه وبایلي. یواځې څو ورځې وروسته چې افغانې جوړې د ویرجینیا په فورټ پیکیټ نېشنل آرمي ګارډ مرکز کې د اوسېدو بهیر پیل کړ، وایي امریکایي افسر مست ورسره شخړه وکړه، ماشومه- چې هغه وخت دوه نیم کلنه وه- ځنې واخیسته او په موټر کې لاړل.

د عدالت په اسنادو کې امریکایي افسر او مېرمنې یې ټینګار کړی چې دوی د ماشومې قانوني مور و پلار دي او د هغې د ژغورنې لپاره یې "د ستاینې وړ کار" کړی دی. دوی له قاضي غوښتي چې د افغان جوړې قانوني دعوه رد کړي ځکه چې وایي هغوی د دې "قانوني مور و پلار نه دي".

د مست وکیل حتی دا شک هم کړی چې آیا دغه افغانه جوړه د نجلۍ نیژدې خپلوان هم دي که نه، خو افغان جوړه له خپلې دعوې نه پر شا کېږي او افغانې ښځې اسوسیېټیډ پریس ته یې ویلي:

"کله چې دوی هغه یووړه، زموږ اوښکې نه تم کېږي، موږ اوس ژوندي مړي یو، زړونه مو مات شوي دي، موږ له هغې پرته د خپل راتلونکي هیڅ پلان نه لرو، نه ډوډۍ خوند راکوي او نه د ارام خوب لرو".

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG