پېښور - د T20 کرکټ دنړیوال جام په سوپر 12 پړاو کې هند له یوې زړه پورې سیالۍ وروسته پاکستان ته ماتې ورکړه.
دپاکستان لخوا دهند لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو ورکړل شوى هدف هندي لوبډلې په وروستي توپ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړواو له یوې زړه پورې سیالۍ وروسته یې پاکستان ته په ۴ وېکټونو ماتې ورکړه.
دهند لخوا د پاڼۍ په پیل کې پاکستاني باولر نسیم خان دهند توپ وهونکى کی ایل راهول په ۴ منډو وسوځاوه، ورپسې حارث روف هم کپتان روهیت شرما په ۴ او سوریا کمار یادو په ۱۵ منډو وسوځاوه.
اکسر پټېل بیا د بابر لخوا په ۲ منډو رن اوټ شو.
د اکسر له سوځيدو وروسته کوهلي او پانډيا لوبه په غوره ډول پرمخ يوړه په پينځم وکټ يې په ګډه ١١٣ منډې جوړې کړې او دغسې يې دخپاې لوبډلې په ګټه کېمهم کردار ولوبولو.
هاردک پانډيا تر ٤٠ منډو جوړولو وروسته دنواز په توپ وسوځيدو.
هند ته په يو پړاو کې په شپږو بالونو ١٦ منډې جوړول ورپغاړه شول ، د وروستي اوور په پينځم توپ يا بال نواز دهند دنيش نارتن وسوځولو خو په وروستي بال هند د١٦٠ منډو هدف ترلاسه کړو.
د میلبرن په کرکټ لوبغالي کې د لوبې پچه هند وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې جوړې کړې.
د پاکستاني لوبډلې کپتان بابر اعظم په دوهم اوور کې د ارسدیپ سینګ په لومړي بال ایل بی ډبلیو شو او پویلین ته ستون شو، ورپسې په څلورم اوور کې ویکټ کیپر محمد رضوان هم په ۱۲ توپونو د ۴ منډو په جوړولو سره د ارشدیپ په بال وسوځید.
د پاکستان له لوري افتخار احمد ۵۱ او شان مسعود ۵۲ منډې له سوځيدو پرته جوړې کړې.
شاداب خان ۵، حیدر علي ۲، محمد نواز ۹، اصف علي ۲، شاهین په ۱۶ منډو وسوځيدل او حارث رؤف په ۶ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.
پاکستان په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې ١٥٩ منډې جوړې کړې وې