لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د قانون وزیر د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې


اعظم نذير تارړ
اعظم نذير تارړ

د پاکستان د قانون او انصاف وزیر اعظم نذير تارړ د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده، نوموړي ويلي د ځینې شخصي وجوهاتو له امله نور د وزارت څوکۍ نه شي سمبالولی. د وزیر د استعفا منظورېدو په اړوند تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د حکومتي واکمنه مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکي اعظم نذير تارړ استعفا چې په ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو خپره شوې، پرې بحث هم پېل شوی دی.

د اېکسپرېس ټريبيون په وېب پاڼه د تارړ د يو نزدې ملګري وکیل له قوله ويل شوي چې نوموړي د حکومت په وينا د د سپريم کورټ د ججانو د ترقۍ په لړ کې د چيف جسټس عمر عطا بنديال لخوا د منظور کړی شوو نومونو ملاتړ کړی خو په خپله پرې خوشاله نه وو.

او بيا ويل شوي د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن صدر احسن بهون د تارړ د استعفا هر کلی کړی چې د ګوند سره يې وفا کړې او په استعفا ورکولو يې د بار سره ودرېدو ثبوت ورکړی دی.

په عېن حال کې اعظم نذير تارړ په خپله يو ټويټ کې ویلي،

"په عاصمه جهانګير کانفرنس کې د ګډون والو د يوې وړې ډلې لخوا د رياستي ادارو پرضد په نعرو وهلو ورته افسوس شوی دی. جذباتي نعرې وهونکو حکومتي اقدامات او د ادارو هڅې او قربانۍ هېرې کړي دي. مونږ ټول يو مضبوط پاکستان غواړو".

فعال اسامه خلجي د قانون د وزیر د استعفا په اړوند ويلي،

"د بدقسمتۍ نه د قانون يو ښه وزیر چې د بشري حقونو دوست، چا چې د تير حکومت په زوره بې درکه کول جرم ګرځولو قانوني مسوده کې بدلون او پاس کولو کې مرسته کړې، استعفا ورکړې ده. هيله ده د هغه استعفا منظور نه شي. په کابينه کې د هغه په څېر مخلصه وزيرانو ته ضرورت دی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG