په ايران کې د شيعه مسلمانانو په يو زيارت کې د شورو/ چهارشنبې په ماښام يو زيارت کې وسله وال بريد شوی چې پکې لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي او د 40 نه زیات نور ژوبل شوي دي. داعش د دغه بريد زمه واري منلې ده.
د چاوراکو په وينا برېد د شيراز ښار په شاه چراغ زيارت کې شوی دی.
د ايران سرکاري ميډيا پېښې ته ترهګر بريد ویلي او زیاته کړې يې ده دوه مشکوک کسان نيول شوي دي.
په ايران کې دا بريد په داسې حال کې شوی چرته چې هم په دغه ورځ په سلګونو کسانو د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د مهسا اميني د مړينې د پېښې په 40م ورځ د هغې قبر پله لاريون کړی دی.
کرده مهسا امیني په 13 ستمبر د ايران اخلاقي پوليسو په دې تور نيولې چې سر يې پټ نه دی يا حجاب يې نه دی کړی او هغه بيا د نيولو درې ورځې وروسته مړه شوې وه، پوليسو ويلي وو د زړه د دورې نه مړه شوې خو کورنۍ يې ویلي وو هغې ته کومه داسې ناروغي يا د زړه د دورې ستونزه د وړاندې څخه نه وه.
د یادې پېښې وروسته د مهسا اميني د وژنې ضد په ايران کې احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي.
د راپورونو ترمخه د بشري حقونو تنظیمونه وايي په مظاهرو کې د حکومتي ځواکونو سره په نښتو کې د 200 نه زيات کسان وژل شوي او په لسګونو نور نيول شوي دی.
څيړونکي وايي دغه مظاهرې د ايران په تاريخ کې يوه مهم چېلنج جوړيږي.