لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانانو ښځو عامه حمامونو ته په ورتګ هم بنديز لګولی


په افغانستان کې واکمنو طالبانو د مېرمنو عامه حمامونو ته په ورتګ هم بنديز لګولی دی، له دې وړاندې په وروستيو کې يې ښځې تفريحي يا د ساعت تيري او ورزش يا د لوبو کلبونو څخه هم منع کړې وې.

اې اېف پي خبري ادارې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د وزارت د وياند له قوله ويلي، چې هغه منلې ښځې عامه حمامونو ته د تلو څخه منه کړی شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ویلي، اوس په هر کور کې تشناب شته. له دې وړاندې د ساعت تيري پارکونو او د ورزش او لوبو کلبونو ته د بنديز هغه وي او اې ته ویلي وو چې حکومت يې هڅه وکړه ښځو ته داسې برابرتيا وشي چې د شريعت مطابق وي خو چا ورسره همکاري ونه کړه او قوانين ونه منل شو ځکه يې پارکونه او کلبونه د ښځو دپاره وتړل.

په افغانستان کې ځینې مېرمنو د طالبانو په دې وروستيو بنديزونو نيوکې هم کړي دي. 23 کلنې افغانې ثنا اې اېف پي ته ويلي، د طالبانو لخوا نوي بندېزونه ښايي چې د طالبانو نظريه د ښځو ضد ده او افغانستان د ښځو دپاره تياره کنده جوړه شوې ده.

طالبان تیر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې په واک کې راغلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکې سفیره کېرین ډیکر- چې دفتر یې په قطر کې دی- په تېرو ورځو کې پاکستان ته تللې وه او هلته یې له یو شمېر افغانو ښځو سره لیدلي وو.

هغې پر ټویټر لیکلي چې له اسلام اباده د روانېدو په وخت خبره شوه چې په افغانستان کې ښځې پارکونو ته له تلو منع شوې دي، وایي که دا ریښتیا وي نو دا کار هیڅ جواز نه لري. مېرمن ډیکر پر ټویټر لیکلي:

"ښځې هم د سړیو غوندې پارکونو ته د تلو حق لري، بل دا چې دوی د ماشومانو پالنه کوي چې تازه هوا او له کوره وتلو ته اړتیا لري. دا د ښځو، د ماشومانو او د افغانستان لپاره بده پرېکړه ده".

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل هم پارکونو ته د ښځو پر بندیز غبرګون ښکاره کړی او ويلي يې دي دا په افغانستان کې د ښځو پر حقوقو یو بل ګذار دی.

دغه ادارې ویلي د طالبانو له خوا پارکونو ته د ښځو د بندیز په اړه هر ډول پرېکړه باید سمدستي بیرته واخیستل شي ځکه چې وایي‌ د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو په حقونه باندې مسلسل په منظم ډول بریدونه کېږي.

په وروستيو کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ هم په افغانستان کې په طالب چارواکو غږ کړی وو چې هغه پاليسياني بيرته واخلي د کومو د لارې چې په بشري حقونو، د افغان مېرمنو او جينکو په بنيادي ازادۍ بنديزونه لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ مشر تبا کروشي ویلي وو، افغانستان په نړۍ کې يواځيني هېواد دی چرته چې جينکۍ د پوره تعليم حق نه لري.

د روان کال مارچ په 23 د طالبانو حکومت د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

او د جولايۍ په مياشت کې د ملګرو ملتونو امنيتي شورا [سلامتي کونسل] هم د طالبانو نه غوښتي وو چې هغه پاليسياني پرېږدي کومو چې د بشري حقونو او د افغان ښځو او جينکو بنيادي ازادي محدوده کړې، او کومې چې بشري، اقتصادي، د بشري حقونو او ټولنيز بحران سېوا کوي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات هدف کمزوری کوي.

له دغې وروسته د طالبانو ځینې وزيرانو په خپله ویلي بايد چې په افغانستان کې ښځې په سياست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري. خو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې په ښځو نوي بنديزونه لګول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG