لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لیبیا کې عدالت اوولسو داعشیانو ته د مرګ سزا واوروله


واشنګټن - په طرابلس کې یو لوی سرکاري وکیل د گل/دوشنبې په ورځ د یو بیان په جاري کولو سره وویل چې د لیبیا یو عدالت د داعش ډلې اوولسو (۱۷) پخوانیو غړو ته د مرګ سزا اورولې ده.

د بیان ترمخه، د عدالت ویلي چې دې کسانو په صبراته ښار کې د دري پنځوسو (۵۳) کسانو په وژلو او د سرکاري ودانیو په ورانولو کې لاس درلود. عدالت دا ندي ویلي چې دا سزاګانې به څه وخت عملي شي.

د دې نه علاوه، شپاړسو (۱۶) نورو تندلارو ته د قید د سزا فیصله شوې چې په کې دوه تنو ته یې د عمر قید سزا واورول شوه.

په لیبیا کې د څو کاله خانه جنګیو وروسته، اوس ملک د دوو انتظامیو ترمنځ تقسیم دی. په سرښار طرابلس کې یوه انتظامیه، او د لیبیا په ختیځه برخه کې بله انتظامیه واک چلوي، او د دې تقسیم په نتیجه کې هغه ملک د ډېرې اړۍ ګړۍ ښکار شوی دی. ملېشه ډلو د خلکو د اغوا کولو او د انسانانو د ټرافېک یا سمګلېنګ د لارې ډېر قوت او شتمنۍ پیدا کړي دي.

د معمر القذافي د وژل کېدو وروسته، یعنې د ۲۰۱۱ کال راهیسي د داعش تندلارې ډلې خپلې رېښې په لیبیا کې ښخې کړې او اثررسوخ یې وغځولو. داعش تندلارو اول په ۲۰۱۴ کې درنا قبضه کړ، او بیا یې سېرت او ورپسې یې د صبراته ښار شاوخوا سیمې ونیولې.

مګر د عراق او شام برخلاف، په لیبیا کې داعش ډلې د اړۍ ګړۍ نه ډېره ګټه ونشو اخیستلی او زیاتې سیمې یې لاندې نشوې کړی. صرف هغو سیمو ته نږدې پاته شول چېرته چې د لیبیا د تیلو قدرتي ذخیرې ډېرې دي. د دوی په مقابله کې د لیبیا ملیشه ډلې دي چې زیاتره خپلو قبیلو ته وفاداره دي او ډېرې وسلې لري.

د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې، داعش ډله لیبیا کې د خپل مهم مرکز، سېرت ښار نه وشړل شوه او تندلاري یې د لیبیا مرکزي سیمو ته وتښتېدل. خو اوس هم د صبراته ښار شاوخوا ځینې وړې سیمې ورته پاته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG