لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت:دپولیسو په څوکۍ دترهګرو برید کې یو عسکر اؤ یو وسله وال وژل شوی


دخېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې ترهګرو دپولیسو په یوه څوکۍ یا پوسته برید کړی چې دپولیس چارواکو په وینا دې برید یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ په ځوابي ډزو کې پولیسو دیو ترهګر د وژلو دعوه هم کړې ده.

دلکي مروت پولیس د ویاند له مخې دا برید دخالي اؤ اتوار په منځ په شهباز خیل پولیس څوکۍ شوی دی چې پکې دتحسین الله په نوم یو عسکر وژل شوی دی.

ویاند وایي ترهګرو دشپې تیاره کې دبیلابیلو طرفونو څخه په پولیس څوکۍ دراکټ لانچرو،لاسي بمونو اؤ نورو سپکو اؤ درنو وسلو برید کړی خو په دغه مهال پولیسو دترهګرو دبرید په مړانه مقابله کړې ده اؤ دا برید یې پشا تمبولی دی.

پولیس وایي دکارروایۍ په مهال یو ترهګر وژل شوی چې پېژندګلو یې دعبدالخیل په نوم شوې ده اؤ زیاتوي چې وژل شوی ترهګر په امنیتي ځواکونو ،دسي ټي ډي بنو په مرکز اؤ لکي مروت کې په پولیسو ترسره شوؤ بریدونو کې ککړ ؤ.

ددې برید پړه په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره ترهګریز بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

اسلام اباد کې دسنټر فار ريسرچ اينډ سيکورټي سټډيز د تازه رپورټ له مخې په 2022م کال کې په پاکستان کې ترسره شوو ترهه ګريزو حملو کې 282 عسکر وژل شوي دي چې پکې 40 عسکر يوازې ددسمبر په مياشت کې دماين چاودنو، ځانمرګي بريدونو په ځانګړې توګه دپاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو دامنيتي ځواکونو په پوستو بريدونو کې وژل شوي دي.

رپورټ وایي په ټول پاکستان کې په 2022م کې 376 ترهه ګريزې حملې شوې دي خو وسله والو تنظيمونو يوازې د57و فيصدو حملو ذمه وارۍ منلې دي.

دسي ار ايس ايس له مخې دنومبر په 28مه چې ټي ټي پي دپاکستان سره خپله د اوربند ختمولو اعلان وکړو نو ورسره سم په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترهه ګريزو بریدونو کې اضافه وشوه اؤ په دې کې چې د دوو درځنو څخه زيات بريدونه يوازې ددسمبر په مياشت کې شوي دي.

دبيان له مخې په خېبرپښتونخوا کې په تشدد کې غيرمعمولي اضافه رامنځته شوې او په وژنو کې 108 فيصده اضافه وليدل شوه،

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG