لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: نن د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی


پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو د کال 2023 لومړی کمپاين نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [16 جنورۍ] نه پېل شوی او تر 20 جنورۍ به روان وي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ د پوليو کمپاين پرانسته کړې او ويلي يې دي مرکزي حکومت به د صوبو سره په ګډه د ملک څخه د پولیو خاتمې دپاره پوره هڅې کوي.

نوموړي د ملک څخه د پوليو خاتمې په لړ کې د بل اېنډ ملنډا ګېټس فاونډېشن او د صحت نړيوال پروګرام مننه کړې چې د پولیو د مخنيوي په لړ کې يې مرسته کوي.

د پاکستان د صحت وزارت ویلي، په ملک کې د پوليو څاڅکو په کمپاين کې به 44.2 ملينه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي او د وټامن اې خوراک هم ورکول کيږي.

د صحت وزیر عبدالقادر پټېل په مياندو پلارانو غږ کړی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي او زياته کړې يې ده د ماشومانو د تل پاتې معذورۍ نه بچ کول زمونږ قامي او اخلاقي فرض دي.

پاکستان کې د پولیو د مخنیوي د پروګرام ترمخه په پېل شوي کمپاين کې به په خېبرپښتونخوا صوبه کې 7.4ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي او د وټامن اې خوراک هم ورکول کيږي.

د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه تېر کال په 2022 کې په ملک کې ټولې 20 پېښې مخې ته راغلې وي او دغه ټولې پېښې په خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوې وې.

په يادو پېښو کې 17 يواځې په شمالي وزيرستان کې مخې راغلې وې، دوه په لکي مروت کې او جنوبي وزيرستان کې يوه پېښه رپورټ شوې وه.

تېره میاشت په لکي مروت ضلع کې د ناامنۍ د پېښو له امله د پولیو کمپاين ځنډول شوی وو.

د پولیو مخنيوي د پروګرام ترمخه په ملک کې 34 ضلعې د وايرس د سختو خطرو سره مخ دي چې پکې تر ټولو زياتې 16 ضلعې په خېبرپښتونخوا کې دي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې [يونيسف] د سويلي اسيا مشر جارج لاريه اديجي ويلي وو، پاکستان کې د پوليو ضد کمپاين بيرته پټلۍ ته راغلی او هيله یې څرګنده کړې چې د کال 2023 پورې د پاکستان نه د پوليو وايرس ختم شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG